د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالی کې په یوه موټرسایکل کې د ځای پرځای شويو چاودیدونکو توکو د چاودنې له کبله د اندخوی د سیمه يیزو پولیسو قوماندان محمد قل له خپلوڅلورو ساتونکو سره ټپي شوى دى.
د دې ولایت د والی ویاند کریم یورش له کلید سره په خبروکې وویل، پېښه نن سهار ۷ نیمې بجې د اندخوى د زراعت مسلکي لېسې په اړوندو کې رامنځته شوې ده: (( د اندخوى د سيمه ييزو پوليسو قومندان له همدې سيمې څخه د تېرېدو په حال كې و چې موټر سايكل كې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونكي توكي پرې چاودلي دي. پخپله قومندان او څلور ساتونكي يې ټپي دي.)) د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالی کې په یوه موټرسایکل کې د ځای پرځای شويو چاودیدونکو توکو د چاودنې له کبله د اندخوی د سیمه يیزو پولیسو قوماندان محمد قل له خپلوڅلورو ساتونکو سره ټپي شوى دى.
د دې ولایت د والی ویاند کریم یورش له کلید سره په خبروکې وویل، پېښه نن سهار ۷ نیمې بجې د اندخوى د زراعت مسلکي لېسې په اړوندو کې رامنځته شوې ده: (( د اندخوى د سيمه ييزو پوليسو قومندان له همدې سيمې څخه د تېرېدو په حال كې و چې موټر سايكل كې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونكي توكي پرې چاودلي دي. پخپله قومندان او څلور ساتونكي يې ټپي دي.))
هغه زیاته کړه چې د دې پېښې ټپیان د درملنې لپاره د اندخوۍ ولسوالۍ روغتون ته لیږدول شوي دي او روغتیایي حالت یې اوس د ډاډ وړ دی .
د یادولو وړه ده چې له دې پېښې دوه ورځې وړاندې یوه تن چې غوښتل یې د کابل بانک او عزیزی بانک مخې ته چاودېدونکي توکې ځای پرځای کړي، د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.


