د ننګرهار پوهنې ریاست چارواکي وایي، په هغو سیمو کې چې داعش وسله وال حاکم دي، د دوی له لوري په ښونځیو کې د خپل نصاب تدریس کېږي.
دغه څرګندونې د پوهني ریاست مطبوعاتي مسوول، له کلید سره د یوې ځانګړې مرکه پرمهال کې کړې دي.
د ننګرهار د پوهني ریاست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شینواري له کلید سره په خبرو کې وویل، دا مهال په اچین ، کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې شاوخوا دېرش ښوونځي د داعش وسله والو له وېرې تړل شوي دي.
نوموړی وایي، دوی ته داسې نا تاید شوي راپورونه ور رسېدلي، چې داعش وسله والو د دغو سیمو ښوونځیو کې په خپله خوښه د پوهنې وزارت د نصابي سيسټم، خلاف تدریسي چارې پیل کړې دي د ننګرهار پوهنې ریاست چارواکي وایي، په هغو سیمو کې چې داعش وسله وال حاکم دي، د دوی له لوري په ښونځیو کې د خپل نصاب تدریس کېږي.
دغه څرګندونې د پوهني ریاست مطبوعاتي مسوول، له کلید سره د یوې ځانګړې مرکه پرمهال کې کړې دي.
د ننګرهار د پوهني ریاست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شینواري له کلید سره په خبرو کې وویل، دا مهال په اچین ، کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې شاوخوا دېرش ښوونځي د داعش وسله والو له وېرې تړل شوي دي.
نوموړی وایي، دوی ته داسې نا تاید شوي راپورونه ور رسېدلي، چې داعش وسله والو د دغو سیمو ښوونځیو کې په خپله خوښه د پوهنې وزارت د نصابي سيسټم، خلاف تدریسي چارې پیل کړې دي: (( په دريو ولسواليو اچين، كوټ او هسكه مېنه كې ۳۰ ښوونځي تړل شوي، په هسكه مېنه او كوټ كې موږ ته راپورونه رارسېدلي چې چېرته د دوى نفوذ زيات دى، دوى په كې ښوونځي پرانيستي او خپل نصاب په كې تدريسوي، موږ ته پته نه لګي چې اوس دوى څه ډول نصاب لري او څه شى په كې تدريسوي؟))
په همدې حال کې بیا د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په هغو سیمو کې چې داعش وسله وال فعالیت کوي، د دې وېره شته چې هغوى به د خپلې خوښې نصاب په كې مخته وړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي کلید ته وویل، دوی هڅې پیل کړي چې په لرو پرتو ولسوالیو کې تړل شوي، ښوونځي د قومي مشرانو په منځګړتوب پرانیزي.
د والي ویاند دا هم وویل، که چېرته خبرو کومه پایله ورنه کړه؛ نو دوی به دغه ښوونځي د عملیاتو په پایله کې د زده کوونکو پرمخ خلاص کړي: (( په كومو سيمو كې چې ښوونځي تړل شوي، طبيعي ده چې موږ به تر ډېره پرې حاكميت نه لرو، هلته چې هر څه تدريسېږي هلته به موږ لاسرسى نه لرو، خو موږ ژمن يوو چې دا ښوونځي د مشرانو په مرسته پرانيزو، كه ونه شو نو بيا عمليات كوو.))
د یادونې وړ ده، چې داعش وسله والې ډلې شاوخوا کال وړاندې لومړی د ننګرهار په كوټ، اچین او بیا وروسته نورو سیمو کې فعالیتونه پيل کړ، چې تر یو څه شدت وروسته یې اوسمهال چارواکي د فعالیتونو د کم رنګه کېدو خبر ورکوي.


