جمهور رئيس محمداشرف غني وايي، حكومت يې د تاريخي او فرهنګي ميراثونو خونديتوب ته ژمن او د رغونې لپاره به يې هڅې وكړي.
هغه دا خبرې په يونسكو كې د افغانستان لپاره د فرهنګي وجهي صندوق د پرانيستې په مراسمو كې كړې چې په ارګ كې ترسره شول.
د دغه وجهي صندوق د پرانيستې په مراسمو كې د يونسكو سازمان مشرې ايرينا بوكوا هم ګډون كړى و چې وروسته يې د جمهور رئيس غني او لومړۍ مېرمنې بي بي ګل په حضور كې د ا فغانستان له ماليې وزير اكليل حكيمي سره د فرهنګي ودې او خلاقو صنايعو د همكارۍ هوكړه ليك هم لاسليك كړ. جمهور رئيس محمداشرف غني وايي، حكومت يې د تاريخي او فرهنګي ميراثونو خونديتوب ته ژمن او د رغونې لپاره به يې هڅې وكړي.
هغه دا خبرې په يونسكو كې د افغانستان لپاره د فرهنګي وجهي صندوق د پرانيستې په مراسمو كې كړې چې په ارګ كې ترسره شول.
د دغه وجهي صندوق د پرانيستې په مراسمو كې د يونسكو سازمان مشرې ايرينا بوكوا هم ګډون كړى و چې وروسته يې د جمهور رئيس غني او لومړۍ مېرمنې بي بي ګل په حضور كې د ا فغانستان له ماليې وزير اكليل حكيمي سره د فرهنګي ودې او خلاقو صنايعو د همكارۍ هوكړه ليك هم لاسليك كړ.
جمهور رئيس غني دغو مراسمو ته په وينا كې وويل، د لوىو تاريخي جوماتونو رغونه د دغې برنامې له لومړيتوبونو څخه ده او د تاريخي جوماتونو په رغاونه او د نوىو جوماتونو په جوړولو کې باىد دولت، خلک او خصوصي سکتور په ګډه هر اړخيزه ونډه واخلي.
د يونسکو عمومي مشرې ايرينا بوكوا بيا وويل، د فرهنګي وجهي صندوق پرانيستنې له افغانستان سره د يونسکو د همکاريو د پياوړتيا لپاره تازه فرصت رامنځته کړ.
هغې زياته کړه، په افغانستان کې لوى ظرفيتونه وجود لري او له هغو څخه د کار اخستنې لپاره پکار ده چې ملي بنسټونه پياوړي شي او مسلکي افراد ورزول شي.


