ads

استاد سياف: مجاهدين خاموش دي ضعيف نه دي

پخواني جهادي رهبر او د افغانستان د حراست و ثبات شورا مشر استاد سياف د اسلامي نهضت د يوسلو اوولس مخكښو غړو د وژل كېدو په ياد غونډه كې ټينګار كړى چې پاكستان بايد د تروريزم له تمويل او ملاتړ څخه ژر تر ژره لاس واخلي.استاد سياف وويل، كه پاكستان د تروريستي ډلو ملاتړ ته […]

نویسنده: TKG
8 غبرګولی 1395
استاد سياف:  مجاهدين خاموش دي ضعيف نه دي

پخواني جهادي رهبر او د افغانستان د حراست و ثبات شورا مشر استاد سياف د اسلامي نهضت د يوسلو اوولس مخكښو غړو د وژل كېدو په ياد غونډه كې ټينګار كړى چې پاكستان بايد د تروريزم له تمويل او ملاتړ څخه ژر تر ژره لاس واخلي.
استاد سياف وويل، كه پاكستان د تروريستي ډلو ملاتړ ته دوام وركړي، نو داسې ورځ به هم راورسېږ ي چې د دغه هېواد نوم به د تروريستو هېوادونو د ليست په سر كې راشي.

نوموړي همدا راز پر حكومت حاشيې ته د مجاهدينو د ايستلو په اړه هم نيوكه وكړه او زياته يې كړه د ملي وحدت حكومت بايد پوه شي چې مجاهدين كمزوري نه دي، بلكې خاموشه دي .
استاد سياف دا خبرې په داسې حال كې كړي چې په دې وروستيو كې د طالبانو مشر په پاكستان كې د امريكايي ډرون بريد په ترڅ كې ووژل شو.
د  استاد سياف تر څنګ افغان حكومت هم په ځلونو د ټروريزم په ملاتړ تورن كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA