د امريكا د جمهوري رياست ټاكنو لپاره د جمهوري غوښتونكو د ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د خپلو پلويانو ټاكلى شمېر پوره كړ او اوس داسې ويل كېږي چې ټرمپ به د خپل ګوند لخوا د جمهوري رياست ټاكنو لپاره رسمي كانديداتوري ترلاسه كړي.
د امريكايي رسنيو له قوله ټروم تر اوسه د كانديداتورۍ د تاييد لپاره د يو زر او ۲۰۰ استازو ملاتړ ترلاسه كړى دى خو د كانديداتورۍ رسمي اعلان ته يې تر جولاى پورې تمه شته. د امريكا د جمهوري رياست ټاكنو لپاره د جمهوري غوښتونكو د ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د خپلو پلويانو ټاكلى شمېر پوره كړ او اوس داسې ويل كېږي چې ټرمپ به د خپل ګوند لخوا د جمهوري رياست ټاكنو لپاره رسمي كانديداتوري ترلاسه كړي.
د امريكايي رسنيو له قوله ټروم تر اوسه د كانديداتورۍ د تاييد لپاره د يو زر او ۲۰۰ استازو ملاتړ ترلاسه كړى دى خو د كانديداتورۍ رسمي اعلان ته يې تر جولاى پورې تمه شته.
ډونالډ ټرمپ په خپلو انتخاباتي مبارزو كې د خپل ګوند ۱۶ نوماندانو ته ماتې وركړې او اوس يې دا امكانات زيات كړي دي چې د امريكا راتلونكو جمهوري رياست ټاكنو ته د جمهوري غوښتونكو له لوري يوازې همدى كانديد شي.
كه چېرته داسې وشي، نو ډونالډ ټرمپ به د امريكا د جمهوري رياست ټاكنو لپاره د ډيموكراټانو د ګوند له هيلري كلنټن يا برني سينډرز سره مقابله كوي.


