د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست له لوري له ۹۹ داخلي بې ځایه شويو کورنیو سره د پخلنځي د وسايلو مرسته ترسره شوه.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو ریاست له لوري د اچين ، کوټ ، پچير اګام ، چپرهار، سره رود او خوږياڼو ولسوالیو څخه را بې ځایه شويو ۹۹ کورنیو سره د ای ار سی ادارې په مالي همکارۍ د پخلنځي د وسايلو د مکمل سیټ مرسته وشوه. د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست له لوري له ۹۹ داخلي بې ځایه شويو کورنیو سره د پخلنځي د وسايلو مرسته ترسره شوه.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو ریاست له لوري د اچين ، کوټ ، پچير اګام ، چپرهار، سره رود او خوږياڼو ولسوالیو څخه را بې ځایه شويو ۹۹ کورنیو سره د ای ار سی ادارې په مالي همکارۍ د پخلنځي د وسايلو د مکمل سیټ مرسته وشوه.
سرچینه وایي، په دغو مرستو کې یو شمیر کورنیو ته خیمې هم ورکړل شوې.
په خبرپاڼه کې د کډوالو چارو رئیس غلام حیدر فقیرزي له قوله ویل شوي، چې دوی به په ټول ولایت کې له سروې وروسته له را بې ځایه شويو، کورنیو سره لازمې مرستې ترسره کړي.


