ads

جلال اباد: د كوټ ولسوال له بمي بريد روغ ووت

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایی، چې د کوټ ولسوالۍ ولسوال نن په سهار په جلال اباد ښار كې له یوې چاودنې روغ وتلي دي.د ننګرهار دوالي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې د جلال اباد ښار دریمې ناحیې اړوند سیمه کې د کوټ ولسوال حاجي سید رحمان له سیمې د تېریدو په حال کې […]

نویسنده: TKG
7 غبرګولی 1395
جلال اباد: د كوټ ولسوال له بمي بريد روغ ووت

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایی، چې د کوټ ولسوالۍ ولسوال نن په سهار په جلال اباد ښار كې له یوې چاودنې روغ وتلي دي.
د ننګرهار دوالي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې د جلال اباد ښار دریمې ناحیې اړوند سیمه کې د کوټ ولسوال حاجي سید رحمان له سیمې د تېریدو په حال کې و، چې په یوې ریکشا کې ځای پر ځای شويو چاودېدونکو پرې توکو چاودنه کړې ده.
خوږیاڼی وایي، دغه چاودنه ځاني زیان نه لري، خو یو شمېر موټر يې تخریب كړي دي: (( نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې چاودنه شوې ده، چاته په كې زيان نه دى اوښتى خو موټر تخريب شوي او ولسوال روغ وتلى دى.)) د ننګرهار ولایتي چارواکي وایی، چې د کوټ ولسوالۍ ولسوال نن په سهار په جلال اباد ښار كې له یوې چاودنې روغ وتلي دي.
د ننګرهار دوالي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې د جلال اباد ښار دریمې ناحیې اړوند سیمه کې د کوټ ولسوال حاجي سید رحمان له سیمې د تېریدو په حال کې و، چې په یوې ریکشا کې ځای پر ځای شويو چاودېدونکو پرې توکو چاودنه کړې ده.
خوږیاڼی وایي، دغه چاودنه ځاني زیان نه لري، خو یو شمېر موټر يې تخریب كړي دي: (( نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې چاودنه شوې ده، چاته په كې زيان نه دى اوښتى خو موټر تخريب شوي او ولسوال روغ وتلى دى.))
تر اوسه ددغې چاودنې په تړاو د حکومت کومې مخالفې ډلې څه نه دي ویلي.
په جلال اباد ښار کې دغه چاودنه په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې د ننګرهار امنیه قوماندان ویلي وو په ښار کې به د هر ډول تروریستي فعالیتونو مخنيوی وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA