ads

دفاع وزارت: افغان ځواكونه پراخ برياليتوبونه لري

د ملي دفاع وزارت وايي، ۲۰۱۶ كال د وسله والو طالبانو د ماتې كال دى.د دغه وزارت وياند دولت وزيري نن په كابل كې خبري ناستې ته وويل، چې په روان كال كې د افغان ځواكونو برياليتوبونه زيات شوي دي.د نوموړي په خبره، د بېلا بېلو ځواكونو له لوري ګڼ عمليات او بريدونه ترسره شوي […]

نویسنده: TKG
6 غبرګولی 1395
دفاع وزارت: افغان ځواكونه پراخ برياليتوبونه لري

د ملي دفاع وزارت وايي، ۲۰۱۶ كال د وسله والو طالبانو د ماتې كال دى.
د دغه وزارت وياند دولت وزيري نن په كابل كې خبري ناستې ته وويل، چې په روان كال كې د افغان ځواكونو برياليتوبونه زيات شوي دي.
د نوموړي په خبره، د بېلا بېلو ځواكونو له لوري ګڼ عمليات او بريدونه ترسره شوي دي.

د وزيري په خبره، په دغه عملياتو كې افغان ځواكونو ګڼ برياليتوبونه تر لاسه كړي دي او دغه راز د افغان ځواكونو د شپې عملياتو هم پرمختګ كړى دى.
د وزيري په خبره، سږ كال د افغانستان هوايي ځواكونه پياوړي شوي او هر ډول عمليات چې پلان كړي كولاى شي اجرا يې كړي.
دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې د افغان ځواكونو هوايي برخه نيمګړې بلل كېده خو دم ګړۍ وزيري وايي دغه تشه تر ډېره ډكه شوې  ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA