ads

افغان حكومت او امريكا د طالبانو نوى مشر سولې ته راوباله

افغان حكومت د له طالبانو له نوې رهبرۍ وغوښتل، څو له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د سولې په خبرو كې ګډون وكړي.د جمهور رئيس مرستيال وياند دواخان مينه پال كليد ته وويل، دا د طالبانو لپاره يوه ښه فرصت دى څو د سولې په خبرو كې ګډون وكړي او د افغانستان په بيا […]

نویسنده: TKG
6 غبرګولی 1395
افغان حكومت او امريكا د طالبانو نوى مشر سولې ته راوباله

افغان حكومت د له طالبانو له نوې رهبرۍ وغوښتل، څو له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د سولې په خبرو كې ګډون وكړي.
د جمهور رئيس مرستيال وياند دواخان مينه پال كليد ته وويل، دا د طالبانو لپاره يوه ښه فرصت دى څو د سولې په خبرو كې ګډون وكړي او د افغانستان په بيا رغونه كې برخه واخلي.
د نوموړي په خبره، حكومت به د جګړې ځواب په جګړه وركړي خو هغوى چې سوله غوره ګڼي بايد له دغه فرصت څخه ګټه پورته كړي او د سولې په بهير كې برخه واخلي.

له بل لوري د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مارک ټونر په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي چې دوى د طالبانو نوي مشر ته د سولې د خبرو اترو وړانديز کړى دى.
هغه زياته کړه چې طالبان اوس هم د سولې د خبرو اترو چانس لري او امريکا غواړي چې دوى له دې چانس څخه ګټه پورته کړي.
له بل لوري د ملا رسول په مشرۍ د وسله والو طالبانو جلا شوې ډلې ويلي چې دوى ته مولوي هبت الله د منلو وړ نه دى.
دا په داسې حال كې ده چې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له وژل كېدو وروسته مولوي هبت الله اخونزاده د دغه ډلې نوى مشر ټاكل شوى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA