ads

اتمر ترورېزم او افراطيت د سيمې لپاره ستر ګواښ وباله

د افغانستان د ملي امنيت د شورا سلاکار په روسيې کې د امنيت د برخې د مشرانو په اووم کلني کنفرانس کې ترورېزم او افراطيت د سيمې لپاره ستر ګواښ وباله.د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ نن په كابل كې خبري ناستې  ته وويل چې محمد حنيف اتمر د چهارشنبې په ورځ په دې […]

نویسنده: TKG
6 غبرګولی 1395
اتمر ترورېزم او افراطيت د سيمې لپاره ستر ګواښ وباله

د افغانستان د ملي امنيت د شورا سلاکار په روسيې کې د امنيت د برخې د مشرانو په اووم کلني کنفرانس کې ترورېزم او افراطيت د سيمې لپاره ستر ګواښ وباله.
د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ نن په كابل كې خبري ناستې  ته وويل چې محمد حنيف اتمر د چهارشنبې په ورځ په دې غونډه کې چې د چيچنيا په مرکز ګروزني کې جوړه شوې وه، وويل، د ترهګرو د ګواښ د له منځه وړلو لپاره بايد په سيمه ييزه او نړيواله کچه همکارۍ زياتې شي.

غورځنګ دغه راز ټينګار وكړ چې د ملي امنيت سلاكار د دغه كنفرانس له دوولس غړو هېوادونو سره بېلا بېلې دوه اړخيزې غونډې وكړې او له دوي يې غوښتنه وكړه چې د غړو هېوادونو تر منځ دې د تجهيزاتو او اطلاعاتو په برخه كې همكارۍ زياتې كړي.
په دې امنيتي کنفرانس کې چې کوربه يې د روسيې د ملي امنيت د شورا سلاکار نيکولاي پيتروشوف وو، د چين، هند، ايران، ترکمنستان، تاجکستان او د سيمې د يو شمېر نورو هېوادو استاو هم برخه اخيستې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA