په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي سیاسي مرستیال وايي، له افغان سولې پروسې سره د یوځای کېدونکو وسله والو جنګي جنایات او بشر ضد کړنې باید ونه بخښل شي.
تاداماچي یامماتو دغه څرګندنې پرون د ختیځ زون له والیانو سره په ځانګړې ناسته کې کړې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي د دغې ناستې د جزياتو په اړه نن کلید ته وویل، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سیاسي مرستیال (تادا ماچي یامماتو) د ختیځ زون له والیانو سره په ناسته کې راتلونکو ټولټاکنو ته د زمینې برابرۍ سربېره، په سرحدي سیمو کې د یو لړ امنیتي مسایلو او له فساد سره د مبارزې په لارو چارو خبرې وشوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي سیاسي مرستیال وايي، له افغان سولې پروسې سره د یوځای کېدونکو وسله والو جنګي جنایات او بشر ضد کړنې باید ونه بخښل شي.
تاداماچي یامماتو دغه څرګندنې پرون د ختیځ زون له والیانو سره په ځانګړې ناسته کې کړې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي د دغې ناستې د جزياتو په اړه نن کلید ته وویل، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سیاسي مرستیال (تادا ماچي یامماتو) د ختیځ زون له والیانو سره په ناسته کې راتلونکو ټولټاکنو ته د زمینې برابرۍ سربېره، په سرحدي سیمو کې د یو لړ امنیتي مسایلو او له فساد سره د مبارزې په لارو چارو خبرې وشوي.
بلخوا د ننګرهار ولایت مقام یوې باوري سرچینې د نوم او غږ نه خپراوي په شرط کلید ته وویل، چې د ملګرو ملتونو استازي په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی د اسلامي حزب په مشرۍ د سولې پروسې سره د یادې ډلې یو ځای کېدلو هر کلى كوي خو ترڅنګ يې ويلي، د وسله والو هره ډله چې په جنګې جنایت تورنه وي، باید د خپل جرم سزا وګوري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې له حزب اسلامي سره د افغان حکومت خبرې اترې وروستۍ شوي او ټاکل شوې، چې ډير ژر د دغې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار افغانستان ته راشي.


