ads

وزيرستاني كډوال: تر هغې نه ستنېږو چې پاكستان مو كلي ونه رغوي

په خوست کې میشت وزيرستاني کډوال وايي، په شمالي وزيرستان کې يې سر او مال خوندي نه دي او نه غواړي، چې بيرته خپلوسيمو ته ستانه شي. دوی وايي، خپلو سيمو ته ځكه نه ستنېږي چې په شمالي وزيرستان کې يې کورونه او بازارنونه ويجاړ شوي او بيا ورتګ يې هم خوندي نه دى. په […]

نویسنده: TKG
5 غبرګولی 1395
وزيرستاني كډوال: تر هغې نه ستنېږو چې پاكستان مو كلي ونه رغوي

په خوست کې میشت وزيرستاني کډوال وايي، په شمالي وزيرستان کې يې سر او مال خوندي نه دي او نه غواړي، چې بيرته خپلوسيمو ته ستانه شي.
دوی وايي، خپلو سيمو ته ځكه نه ستنېږي چې په شمالي وزيرستان کې يې کورونه او بازارنونه ويجاړ شوي او بيا ورتګ يې هم خوندي نه دى.
په همدې حال کې د خوست ځایې اداره ډاډ ورکوي او ځانونه  ژمن بولي، چې د دوی ستونزې به یوه په بل پسې اواروي.
په شمالي وزیرستان که د پاکستاني پوځ د عملیاتو له پیل سره سم زرګونه وزيرستاني کورنۍ خوست ته راکډه شوې، چې د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې ځای پرځای شوې، خو د دوو کلونو په تېرېدو لا هم د دوی برخلیک معلوم نه دی او يو شمېر کورنۍ  د بېرته تګ پلان نه لري.
دوی وايي، په وزيرستان کې د دوى کورونه او دوکانونه ويجاړ شوي او په بېرته تګ یې نه سر او نه مال خوندی دی. په خوست کې میشت وزيرستاني کډوال وايي، په شمالي وزيرستان کې يې سر او مال خوندي نه دي او نه غواړي، چې بيرته خپلوسيمو ته ستانه شي.
دوی وايي، خپلو سيمو ته ځكه نه ستنېږي چې په شمالي وزيرستان کې يې کورونه او بازارنونه ويجاړ شوي او بيا ورتګ يې هم خوندي نه دى.
په همدې حال کې د خوست ځایې اداره ډاډ ورکوي او ځانونه  ژمن بولي، چې د دوی ستونزې به یوه په بل پسې اواروي.
په شمالي وزیرستان که د پاکستاني پوځ د عملیاتو له پیل سره سم زرګونه وزيرستاني کورنۍ خوست ته راکډه شوې، چې د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې ځای پرځای شوې، خو د دوو کلونو په تېرېدو لا هم د دوی برخلیک معلوم نه دی او يو شمېر کورنۍ  د بېرته تګ پلان نه لري.
دوی وايي، په وزيرستان کې د دوى کورونه او دوکانونه ويجاړ شوي او په بېرته تګ یې نه سر او نه مال خوندی دی.
دوی له پاکستاني حکومت غواړي، چې د ضرب عضب په نوم یې چې کوم عملیات پیل کړي باید همغه ژمنې ورسره عملي کړې او داسې نه چې هلته د تېر په څېر  یو ځل بیا ګډوډۍ صورت ونیسې.
د خوست په ګلان کمپ کې د وزیرستاني کډوالو مشر مر خان کلید ته وویل: ((پاکستاني پوځ موږ ته وویل،  عمالیات په دې هدف پيلوو، چې له سیمې وسله وال وشړل شي او پرمختګ ته لاره پرانیستل شي خو تر هغې موږ خپل وطن ته نه ستنیږو، تر څو چې زموږ، جوماتونه، کلي، سړکونه، کلینکونه ونه رغول شي.))
ده وویل، د شمالي وزیرستان په خلکو، څلور ډول نظام چلیدو، چې یو د طالبانو، بل ناوړه دودونه، دریم د امریکا بې پیلوټه الوتکې  او څلورم د پاکستان  پوځ و: (( که پاکستان حکومت د یو نظام رامنځ ته کولو ته ژمن وي نو موږ بیا ورځو، كه نه همدلته به پاتې يوو.))
خوست کې نږدې ټولې میشتې وزیرستاني كورنۍ د افغان حکومت او د خلکو له مرستو خوښ دي، خو غوښتنه کوي، چې دوى ته دې لا زيات پام وشي.
یو شمېر کډوال بيا داسې دي چې پر دوى د مرستو له وېش هم خوښ نه دي او په دې برخه كې اړیکې معتبرې بولي.
د ګل رحمن په نوم يو كډوال له همدې خبرې شكايت كوي او وایي: (ځینو خلکو ته ۴۰ کمپلې ورسېدې او ځینو ته بیخې نه دي رسیدلې څوک چې اړیکې لري، هغوى ته هر څه رسیږي خو چې نه یې لري دوی ته هیڅ هم  نه رسیږي.))
دا په داسې حال كې ده چې د خوست ولایتي چارواکو بيا تل ویلي، چې دوی ټول وزیرستاني کډوال په یوه سترګه کتلي او هره چاته یې خپل حق سپارلی دی.
د خوست د ځایې ادارې مسوولین له وزیرستاني کډوالو  سره د دوامداره مرستې ترسره کولو ډاډ ورکوي.
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ  وايي، حکومت به د نړيوالو په مرسته د کډوالو لپاره مرستې راجلب کړي او د هغوى د ژوند د لا ښه والي لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
نوموړې وویل، دوی څو ځله د کډوالو له مشرانو سره مسلسلې ناستې کړي او دوی ته یې په مختلفو برخو کې د اسانتياو د برابرولو ژمنې ورکړې دي: ((دوی چې تر کومه موږ سره اوسېږي موږ يې پر وړاندې خدمت ته ژمن یوو، موږ دوی پردي نه دي بللي، له دوی سره نه یوازې  د دولت  بلکې  د خلکو د مرستو لړۍ هم روانه ده . موږ مسلسل له نړیوالو مرستندویه ادارو سره ناستې درلودلې او له دوی سره مو د مهاجرینو ټولې ستونزې شریکې كړې دي، له دوی سره به هر ډول مرستې روانې وي.))
د خوست د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې په دغه ولايت  کې ٢٠٠ زره وزيرستانيان مېشت دي، چې درې زره کورنۍ يې د خوست د ګربزو په ولسوالۍ کې د دوی لپاره په ځانګړي شوي ګلان کمپ او پاتې نورې  د خوست په مختلفو سيمو کې ژوند کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA