ads

كندهار: وسله والو يوه نجلۍ له تښتولو ۱۵ ورځې وروسته په بې رحمۍ وژلې

نامعلومو وسله والو په کندهار کې د لېسې یوه زده کوونکې له تښتولو وروسته په خورا بې رحمۍ وژلې ده.وژل شوې ۲۳ كلنه نجلۍ د يوې ليكوالې مینې انتظار خور وه چې ليلا نومېده او د كندهار په يو دولتي ښوونځي كې د يوولسم ټولګي زده كوونكې وه.لیکواله مینه انتظار وايي، دوه اوونۍ وړاندې يې […]

نویسنده: TKG
5 غبرګولی 1395
كندهار: وسله والو يوه نجلۍ له تښتولو ۱۵ ورځې وروسته په بې رحمۍ وژلې

نامعلومو وسله والو په کندهار کې د لېسې یوه زده کوونکې له تښتولو وروسته په خورا بې رحمۍ وژلې ده.
وژل شوې ۲۳ كلنه نجلۍ د يوې ليكوالې مینې انتظار خور وه چې ليلا نومېده او د كندهار په يو دولتي ښوونځي كې د يوولسم ټولګي زده كوونكې وه.
لیکواله مینه انتظار وايي، دوه اوونۍ وړاندې يې خور سهار اته بجې له کوره  د ښوونځي پر لور روانه وه چي د نامعلومو کسانو له لوري وتښتول شوه.
اغلي انتظار کلید راډيو ته وویل چې دوى له هیچا سره کومه شخصي دښمني نه لرله. نامعلومو وسله والو په کندهار کې د لېسې یوه زده کوونکې له تښتولو وروسته په خورا بې رحمۍ وژلې ده.
وژل شوې ۲۳ كلنه نجلۍ د يوې ليكوالې مینې انتظار خور وه چې ليلا نومېده او د كندهار په يو دولتي ښوونځي كې د يوولسم ټولګي زده كوونكې وه.
لیکواله مینه انتظار وايي، دوه اوونۍ وړاندې يې خور سهار اته بجې له کوره  د ښوونځي پر لور روانه وه چي د نامعلومو کسانو له لوري وتښتول شوه.
اغلي انتظار کلید راډيو ته وویل چې دوى له هیچا سره کومه شخصي دښمني نه لرله.
انتظار زياته كړه، د دې د خور د قاتلانو له ډلې څخه اووه تنه يي نیول شوي او دا مهال لاهم نورې پلټنې روانې دي.
مینې انتظار د خپلي خور د قاتلانو نومونه یاد نه کړل خو له قضائیه ارګانونو يي غوښتنه وکړه چي د دې د خور قاتلاتو ته سخته سزا ورکړي.
بلخوا د کندهار امنیتي چارواکي وايي، تر پلټنو وروسته به د دې موضوع په اړه رسنيو ته معلومات ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA