وسله والو طالبانو رسماً د خپل مشر ملا اختر محمد منصور وژل كېدل تاييد كړل او د هغه ځاىناستى يې وټاكه.
د طالبانو لخوا نن رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې ملا منصور د تېرې شنبې په ور ځ د کندهار د ريګستان او د بلوچستان نوشکي ته څېرمه په يوه سرحدي سيمه کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې بريد کې ووژل شو.
د سرچينې په وينا، د طالبانو د تحريك رهبري شورا د خپلو ټولو غړو په اتفاق د يوې غونډې په جوړولو سره مولوي هيبت الله اخندزاده د خپل نوي مشر، ملا سراج الدين حقاني او د ملا محمد عمر زوى مولوي محمد يعقوب يې د هغه د مرستيالانو په توګه وټاكل. وسله والو طالبانو رسماً د خپل مشر ملا اختر محمد منصور وژل كېدل تاييد كړل او د هغه ځاىناستى يې وټاكه.
د طالبانو لخوا نن رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې ملا منصور د تېرې شنبې په ور ځ د کندهار د ريګستان او د بلوچستان نوشکي ته څېرمه په يوه سرحدي سيمه کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې بريد کې ووژل شو.
د سرچينې په وينا، د طالبانو د تحريك رهبري شورا د خپلو ټولو غړو په اتفاق د يوې غونډې په جوړولو سره مولوي هيبت الله اخندزاده د خپل نوي مشر، ملا سراج الدين حقاني او د ملا محمد عمر زوى مولوي محمد يعقوب يې د هغه د مرستيالانو په توګه وټاكل.


