ads

سرپرست دفاع وزير او د ناټو قومندان كندهار ته تللي

په افغانستان کي د ناټو عمومي قومندان جنرال نیکولسن  له افغان دفاع وزير عبدالله حبيب سره يو ځاى كندهار ته په یو  رسمي سفر تللى او هلته يې د والي تر څنګ امنيه قومندان او ګڼو نورو چارواكو سره ليدنې كړې دي.د ناټو قومندان جنرال نیکولسن د كندهار د سفر په ترڅ كې ويلي چي […]

نویسنده: TKG
5 غبرګولی 1395
سرپرست دفاع وزير او د ناټو قومندان كندهار ته تللي

په افغانستان کي د ناټو عمومي قومندان جنرال نیکولسن  له افغان دفاع وزير عبدالله حبيب سره يو ځاى كندهار ته په یو  رسمي سفر تللى او هلته يې د والي تر څنګ امنيه قومندان او ګڼو نورو چارواكو سره ليدنې كړې دي.
د ناټو قومندان جنرال نیکولسن د كندهار د سفر په ترڅ كې ويلي چي په افغانستان کي د سولې طرفداره دي او هر هغه څوک چې له افغان حکومت سره سوله نه کوي د دوى لخوا به هدف وګرځول شي. په افغانستان کي د ناټو عمومي قومندان جنرال نیکولسن  له افغان دفاع وزير عبدالله حبيب سره يو ځاى كندهار ته په یو  رسمي سفر تللى او هلته يې د والي تر څنګ امنيه قومندان او ګڼو نورو چارواكو سره ليدنې كړې دي.
د ناټو قومندان جنرال نیکولسن د كندهار د سفر په ترڅ كې ويلي چي په افغانستان کي د سولې طرفداره دي او هر هغه څوک چې له افغان حکومت سره سوله نه کوي د دوى لخوا به هدف وګرځول شي.
نوموړي وویل چي طالب مشر ملا اختر محمد منصور ددوى له لوري ځکه ووژل شو چې د سولې په وړاندې خنډ و: ((موږ نړیوال ځواکونه د فغانستان له خلكو او حکومت سره همکار یو تر څو سوله راشي موږ په افغانستان کي د سولي طرفدار یوو، دوې ورځې مخکې موږ د طالب وسله والو مشر مولوي اختر محمد منصور په نښه کړ او ووژل شو.))
نوموړي کندهار د هېواد په کچه يو تر ټولو ښه او امن ولايت اعلان کړ.
د افغانستان د دفاع وزیر عبدالله حبیب بيا وويلو د هر نيک کار پيل له کندهار څخه شوى ځکه خو مرکزي حکومت کندهار ته ډېر پام کوي.
نوموړي وویل، په کندهار کې د ښه همغږۍ له امله امنیت راغلى او د امنیتي ځواکونو ترمنځ يې د ښه همغږۍ ستاینه وکړه: ((خو زما هيله دا ده چې د کندهار اوسېدونکي باید د کندهار له ښه امنیتي حالت څخه استفاده وکړي او په خپلو لادونو تعلیم وکړي.))
سرپرست دفاع وزیر خبر ورکړ چي ډېر ژر به افغان امنیتي ځواکونه په مجهزو وسلو سمبال کړي.
په غونډه کې د کندهار قومي مشرانو او د ولایتي شوار وکیلانو وویل چي  امنيتي ارګانونه باید مجهز او پياوړي شي.
دوى زياته كړه چې د سولي په برخه کې دې بهرنيان د افغان حکومت ملاتړ وکړي او په ګاوڼدیو هیوادونو کي د وسله والو مرکزونه دې له منځه یوسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA