ads

د ننګرهار كانال له يو قراردادي ۲۵ هكټاره ځمكه بېرته اخستل كېږي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د کانال ریاست د ۲۵ هکټاره ځمکې قرارداد یې چې د حاجي فاروق په نوم يو سوداګر سره شوی و، لغوه کړی دی. چارواکي وايي، یاده ځمکه د قرارداد خلاف د نومرو په ډول پر خلکو پلورل شوې وه.د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي له کلید سره د یوې […]

نویسنده: TKG
5 غبرګولی 1395
د ننګرهار كانال له يو قراردادي ۲۵ هكټاره ځمكه بېرته اخستل كېږي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د کانال ریاست د ۲۵ هکټاره ځمکې قرارداد یې چې د حاجي فاروق په نوم يو سوداګر سره شوی و، لغوه کړی دی.
چارواکي وايي، یاده ځمکه د قرارداد خلاف د نومرو په ډول پر خلکو پلورل شوې وه.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي له کلید سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال تاييد كړه، چې د جمهوري رياست په امر د سترې محکمې او لوې څارنوالۍ د پریکړو پر بنسټ د کانال هغه ۲۵ هکتاره ځمکه، چې د حاجي فاروق په نوم یو سوداګر ته په قرار داد ورکړل شوې، وه د یو لړ قانوني ستونزو له امله بېرته راګرځوي. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د کانال ریاست د ۲۵ هکټاره ځمکې قرارداد یې چې د حاجي فاروق په نوم يو سوداګر سره شوی و، لغوه کړی دی.
چارواکي وايي، یاده ځمکه د قرارداد خلاف د نومرو په ډول پر خلکو پلورل شوې وه.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي له کلید سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال تاييد كړه، چې د جمهوري رياست په امر د سترې محکمې او لوې څارنوالۍ د پریکړو پر بنسټ د کانال هغه ۲۵ هکتاره ځمکه، چې د حاجي فاروق په نوم یو سوداګر ته په قرار داد ورکړل شوې، وه د یو لړ قانوني ستونزو له امله بېرته راګرځوي.
خوږیاڼی وایي، د ولایتي ادارې له لوري د ځمکو د غصب په اړه ټاکل شوی کمیسون به په یاده ځمکه کې جوړ شوي کورونه ړنګوي، لګښت به یې له قرار دادي څخه اخلي او د ودانیو جوړوونکو ته به یې سپاري.
ومو غوښتل، چې په دې اړه له سوداګر حاجي فاروق سره هم خبرې وکړو؛ خو تر بیا بيا اړیکو وروسته هم ونه توانیدو.
د ننګرهار ولایتي اداره په داسې حال کې د کانال ۲۵ هکټاره ځمکې د قرارداد د لغوه کیدو خبره کوي، چې دغه ځمکې د قراردادي له لوري په یو شمېر خلکو خرڅې شوې او هغو پرې ودانۍ جوړې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA