ads

د خوست مدني فعالان: د ستونزو د حل لپاره، قضايي قوانين بايد تطبيق هم شي

د خوست يو شمېر مدني فعالان وايي، د قضايي قوانينو تطبيق د ستونزو بنسټيز حل رامنځته کوي.يادو مدني فعالانو دغه څرګندونې د هغه ځانګړي پروګرام پر مهال وکړي، چې د يو ځايي غرغښت ټلويزيون او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي نماينده ګۍ (يوناما) له لوري د د دې ولايت د سولې په شورا […]

نویسنده: TKG
5 غبرګولی 1395
د خوست مدني فعالان: د ستونزو د حل لپاره، قضايي قوانين بايد تطبيق هم شي

د خوست يو شمېر مدني فعالان وايي، د قضايي قوانينو تطبيق د ستونزو بنسټيز حل رامنځته کوي.
يادو مدني فعالانو دغه څرګندونې د هغه ځانګړي پروګرام پر مهال وکړي، چې د يو ځايي غرغښت ټلويزيون او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي نماينده ګۍ (يوناما) له لوري د د دې ولايت د سولې په شورا کې جوړ شوی و.
د غرغښت تلويزيون مشر سخي سرور مياخيل د ياد پروګرام په ترڅ کې وويل، چې موخه او هدف يې له ياد پروګرام څخه په ټولنه کې د نافذه قوانينو پلي کول او د هغې په چوکاټ کې د خلکو ستونزو ته د حل لار موندل دي: ((زموږ په ټولنه کې د نورو ستونزو ترڅنګ دا هم غټه ستونزه ده، چې که چېرته يو چا ته کومه ستونزه پيدا کيږي، نو دا معلومات ورته نه کيږي، چې زه چاته ورشم، مثلاً حقوقي مسئله وي، دوی جنايي ته ورځي، نو خلک بايد په دې وپوهول شي، چې د خپلو ستونزو د هواري لپاره اساسي مرجع ته لاړ شي.)) د خوست يو شمېر مدني فعالان وايي، د قضايي قوانينو تطبيق د ستونزو بنسټيز حل رامنځته کوي.
يادو مدني فعالانو دغه څرګندونې د هغه ځانګړي پروګرام پر مهال وکړي، چې د يو ځايي غرغښت ټلويزيون او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي نماينده ګۍ (يوناما) له لوري د د دې ولايت د سولې په شورا کې جوړ شوی و.
د غرغښت تلويزيون مشر سخي سرور مياخيل د ياد پروګرام په ترڅ کې وويل، چې موخه او هدف يې له ياد پروګرام څخه په ټولنه کې د نافذه قوانينو پلي کول او د هغې په چوکاټ کې د خلکو ستونزو ته د حل لار موندل دي: ((زموږ په ټولنه کې د نورو ستونزو ترڅنګ دا هم غټه ستونزه ده، چې که چېرته يو چا ته کومه ستونزه پيدا کيږي، نو دا معلومات ورته نه کيږي، چې زه چاته ورشم، مثلاً حقوقي مسئله وي، دوی جنايي ته ورځي، نو خلک بايد په دې وپوهول شي، چې د خپلو ستونزو د هواري لپاره اساسي مرجع ته لاړ شي.))
خو مدني فعال ولي مت خان خادم بيا وايي، په عدلي او قضايي ارګانونو کې پراخ اداري فساد د دې لامل شوی، چې خلک خپلې ستونزې د څارنوالۍ او محاکمو پر ځای د قومي جوړښتونو له مخې هوارې کړي.
نوموړی وايي، که چېرې دغه چاره همداسې دوام پيدا کړي، نو ولس به په حکومت باندې خپل باور له لاسه ورکړي.
هغه زياتوي: ((د عدلي او قضايي ارګانونو پرېکړې ولس ته ځکه د منلو وړ نه دي، چې يو خو په پراخه کچه فساد موجود دی او بل دا چې دوی کومې پريکړې وکړي، هغه پلي کولی نه شي، نو د اجرائيه قوې پرمټ بايد دوی خپلې پريکړې په خلکو ومني.))
يو بل مدني فعال محمد جلال حقيقت ځدراڼ چې په ياد پروګرام کې يې ونډه اخېستې وه په خپلو خبرو کې وويل، چې د عامه پوهاي د دا ډول پروګرامونو په جوړيدو سره به له يوې خوا د خلکو سياسي شعور وده وکړي او له بله پلوه به په عدلي او قضايي ارګانونو کې هم تر يوه حده د فساد مخه ونيول شي: ((دا ډول پروګرامونه د خلکو د سياسي شعور په لوړيدا کې مهم رول لري او بل هغه چارواکي چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې شامل دي، د دې پروګرامونو په اورېدو سره دوی هم اصلاح کيږي او له فساد نه لاس اخلي.))
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې له عدلي او قضايي ارګانونو څخه د خلکو شکايتونه ډېر شوي دي، خو د ولايتي ادارې مشر تابه څو- څو ځله په غونډو کې ويلي، چې د اداري فساد په وړاندې يې جدي مبازره پيل کړې او هر هغه څوک چې په اداري فساد کې ښکيل وي، د قانون له مخې به ورته سزا ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA