د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ښاري ماموریتونو سربېره د ښاروالۍ معاونیت لپاره له ۸۷ تنو څخه تحریرې ازموینه واخیستل شوه.
د ښاروالۍ مسوولين وايي، دغه ازموینه دوه پړاوه لري، چې پر مهال به یي وړ اشخاص بریالي شي.
د جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان د ازموینې په صحنه کې له رسنیو ته وویل، چې دغه ازموینه د ۱۴ بستونو لپاره اخیستل کیږي، چې ورته د شاوخوا ۴۰۰ کسانو له نوم لیکنې وروسته ۸۷ تنه شاټ لیست شوي دي. د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ښاري ماموریتونو سربېره د ښاروالۍ معاونیت لپاره له ۸۷ تنو څخه تحریرې ازموینه واخیستل شوه.
د ښاروالۍ مسوولين وايي، دغه ازموینه دوه پړاوه لري، چې پر مهال به یي وړ اشخاص بریالي شي.
د جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان د ازموینې په صحنه کې له رسنیو ته وویل، چې دغه ازموینه د ۱۴ بستونو لپاره اخیستل کیږي، چې ورته د شاوخوا ۴۰۰ کسانو له نوم لیکنې وروسته ۸۷ تنه شاټ لیست شوي دي.
ښاروال وایي، دغه ټول دریم بستونه دي، چې له بریالیو کسانو وروسته تقریري ازموینه هم اخیستل کیږي.
په همدې حال کې بیا جلال اباد ته د ازموينې په موخه له کابله د سیمه يیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ورغلي استازي ادریس ظریفي له کلید سره په خبرو کې وویل، چې د دغې پروسې د ځنډ لامل هم همدا و چې د ازموینې اخیستلو کمیټه کې شفافیت رامنځته شي.
نوموړی وایي، ازموینې پروسه شفافه ده او دوی هغو کسانو ته اجازه نه ورکوي، چې غواړي فساد ته لاره هواره کړي.
د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ناحیو د نويو مسوولینو ټاكنې په موخه دا ازموینه په داسې حال کې اخیستل کیږي، چې لا هم په ښار کې د ښاروالۍ له لوري کړي کارونه د خلکو قناعت وړ نه دي او خلک ښاروالۍ په خپلو کارونو کې په پاتې راتلو تورنوي.


