ads

جمهور رئيس د كابل نننى ځانمرګى بريد وغانده

جمهور رئيس محمد اشرف غني د كابل د پغمان ولسوالۍ باغ داود سيمه کې د ميدان وردګو ولايت د استيناف محکمې د کار کوونکو پر موټر هغه ځانمرګى بريد په سختو ټکو وغانده، چې له كبله يې ۱۴ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.د كورنيو چارو وزارت وايي، په دغه ځانمرګي بريد كې، چې نن […]

نویسنده: TKG
5 غبرګولی 1395
جمهور رئيس د كابل نننى ځانمرګى بريد وغانده

جمهور رئيس محمد اشرف غني د كابل د پغمان ولسوالۍ باغ داود سيمه کې د ميدان وردګو ولايت د استيناف محکمې د کار کوونکو پر موټر هغه ځانمرګى بريد په سختو ټکو وغانده، چې له كبله يې ۱۴ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د كورنيو چارو وزارت وايي، په دغه ځانمرګي بريد كې، چې نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې شوى، لس تنه ملكي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، پر ملکي وګړو بريد هغه جنايت دى، چې په هېڅ دين او قانون کې توجيه نه لري.
جمهور رئيس وايي، هغوى چې د افغانستان بې ګناه خلک وژني، د سولې مذاکراتو کې ځاى نه لري او د افغانستان حکومت به د هغوى تر نابودۍ پورې د دوى په ضد مبارزه وکړي. جمهور رئيس محمد اشرف غني د كابل د پغمان ولسوالۍ باغ داود سيمه کې د ميدان وردګو ولايت د استيناف محکمې د کار کوونکو پر موټر هغه ځانمرګى بريد په سختو ټکو وغانده، چې له كبله يې ۱۴ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د كورنيو چارو وزارت وايي، په دغه ځانمرګي بريد كې، چې نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې شوى، لس تنه ملكي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، پر ملکي وګړو بريد هغه جنايت دى، چې په هېڅ دين او قانون کې توجيه نه لري.
جمهور رئيس وايي، هغوى چې د افغانستان بې ګناه خلک وژني، د سولې مذاکراتو کې ځاى نه لري او د افغانستان حکومت به د هغوى تر نابودۍ پورې د دوى په ضد مبارزه وکړي.
د دې بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA