ads

باميانو كې د فساد لويه دوسيه، ۱۲ مامورين په نغدي جريمه او شپږ نور په اوږد بند محكوم شول

د باميان ښاري محكمې د دې ولايت د پوهنې رياست د فساد په تر ټولو ستره دوسيه كې ۱۲ كاركوونكي له ۱۵ ورځو تر ۶ كلونو پورې په بند او ۶ نور كاركوونكي په نغدي جزا محكوم كړل.كليد ته په دغه قضايي جلسه كې حاضرې يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط وويل، په […]

نویسنده: TKG
5 غبرګولی 1395
باميانو كې د فساد لويه دوسيه، ۱۲ مامورين په نغدي جريمه او شپږ نور په اوږد بند محكوم شول

د باميان ښاري محكمې د دې ولايت د پوهنې رياست د فساد په تر ټولو ستره دوسيه كې ۱۲ كاركوونكي له ۱۵ ورځو تر ۶ كلونو پورې په بند او ۶ نور كاركوونكي په نغدي جزا محكوم كړل.
كليد ته په دغه قضايي جلسه كې حاضرې يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط وويل، په دې ډله كې د باميانو د پوهنې رئيس محمد رضا ادا د خيانت او غدر په جرم پر شپږ كلن بند او د ۸ اعشاريه ۹ مليونه افغانيو جريمه، د پوهنې پخوانى رئيس محمد علي واثق په درې كلن بند او ۳ اعشاريه ۳ ميليونه افغانيو جريمه، د شيبر د پوهنې امر سلطان علي په شپږ كاله بند او ۷ اعشاريه ۷ ميليونه افغانۍ جريمه، د ورس د پوهنې امر حسين علي د غدر په جرم په درې كلن بند او ۳ اعشاريه ۹ ميليونه افغانۍ جريمه، د پوهنې رياست د سوانحو مدير محمد شريف د وظيفوي غفلت په جرم پر اووه مياشتني بند، د كهمرد ولسوالۍ د پوهنې امر غلام دستګير د اسنادو د جعل او تزوير په جرم په پنځه كاله او يوې مياشتې بند محكوم شو. د باميان ښاري محكمې د دې ولايت د پوهنې رياست د فساد په تر ټولو ستره دوسيه كې ۱۲ كاركوونكي له ۱۵ ورځو تر ۶ كلونو پورې په بند او ۶ نور كاركوونكي په نغدي جزا محكوم كړل.
كليد ته په دغه قضايي جلسه كې حاضرې يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط وويل، په دې ډله كې د باميانو د پوهنې رئيس محمد رضا ادا د خيانت او غدر په جرم پر شپږ كلن بند او د ۸ اعشاريه ۹ مليونه افغانيو جريمه، د پوهنې پخوانى رئيس محمد علي واثق په درې كلن بند او ۳ اعشاريه ۳ ميليونه افغانيو جريمه، د شيبر د پوهنې امر سلطان علي په شپږ كاله بند او ۷ اعشاريه ۷ ميليونه افغانۍ جريمه، د ورس د پوهنې امر حسين علي د غدر په جرم په درې كلن بند او ۳ اعشاريه ۹ ميليونه افغانۍ جريمه، د پوهنې رياست د سوانحو مدير محمد شريف د وظيفوي غفلت په جرم پر اووه مياشتني بند، د كهمرد ولسوالۍ د پوهنې امر غلام دستګير د اسنادو د جعل او تزوير په جرم په پنځه كاله او يوې مياشتې بند محكوم شو.
سرچينه همدا راز وايي، محمې يو قراردادي ښوونكى د ابراهيم په نوم چې پنځه مياشتې يې په زندان كې تېرې كړې دي، د غدر په جرم په همدې پنځه مياشتني بند او ۷۸۴۳۵ افغانۍ جريمه، معلم عبدالاحمد هم د غدر په جرم په يو مياشتني بند او ۳۳۹۴۸افغانۍ جريمه، معلم ظاهر د غدر په جرم په يو مياشتني بند او ۳۳۶۱۵ افغانۍ جريمه، د محرم په نوم د پوهنې يو كارمند  هم په يو مياشتني بند او ۲۰۴۴۴ افغانۍ جريمه، معلم عبدالغني د غدر په جرم په ۱۵ ورځې بند او ۲۰۴۴۴ افغانۍ جريمه، سيد محمود هم په ۱۵ ورځني بند او ۴۰۸۸۸ افغانۍ جريمه محكوم شو.
سرچينې زياته كړه د باميانو ښاري د پوهنې رياست شپږ نور كاركوونكي يوازې په نغدي جزا محكوم كړي او دوى اړ دي چې دولت ته يوازې نغدي جريمه ادا كړي: (( په دې ډله كې د پوهنې رياست اداري مرستيال غلام حسين شريفي په ۴۰ زره افغانۍ، د استخدام مامور په ۱۰۰ زره افغانۍ، د پنجاب ولسوالۍ د پوهنې امر هم په ۱۰۰ زره افغانۍ، د پنجاب ولسوالۍ د نظارت عضو حاجي عزيز ۵ زره افغانۍ او د دشت غجور د ښوونځي امر رحمت الله هم په ۵ زره افغانيو د وظيفوي غفلت له كبله  نغدي جريمه شوى دى.))
سرچينې كليد ته وويل، محكمې په خپله پرېكړه كې د باميانو د پوهنې رياست له ۱۱ سوه كاركوونكيو څخه ۲۲۹ تنه خيالي ښوونكي وبلل او همدا راز ۹۹ تنو نورو ښوونكو د غير حاضرۍ په اړه يې د قانوني تعقيب امر  وركړ.
بلخوا د باميان د ښاري محكمې رئيس قاسم مؤحدي كليد ته په يو ټليفوني تماس كې وويل، د باميانو پوهنې رياست د فساد دوسيه په علني ډول وڅېړل شوه او تاييد يې كړه چې د پوهنې رياست ۷ لوړ رتبه او ۱۱ نور مسوولين يې په بند محكوم كړي دي.
هغه د خپلو خبرو جزيات ور نه كړل خو زياته يې كړه، د ښاري محكمې له پرېكړې څخه د پوهنې رياست ۱۱ مجرم پيژندل شويو مقاماتو ناخوښي ښودلې او د استيناف محكمې غوښتنه يې كړې ده.
دا په داسې حال كې ده چې په باميانو كې له يو كال راپه دې خوا تر اوسه د اداري فساد په جرم پنځه څارنوالان، دوه قاضيان او د كرنې او مالدارۍ د رئيس ترڅنګ پنځه رئيسان يا له دندو لرې شوي، يا هم تبديل شوي او يا زنداني شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA