د ننګرهار ولایتي شورا مشر د ملګرو ملتونو له سیاسي استازې څخه وغوښتل، چې له جلال اباد هوایي ډګر څخه د ملکي الوتنو زمینه برابره کړي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استولې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ننګرهار ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي له مرستیال (تادا ماچي یامماتو) سره په ناسته کې د ننګرهار له هوایي ډګره د ملکي الوتنو د پیل په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه. د ننګرهار ولایتي شورا مشر د ملګرو ملتونو له سیاسي استازې څخه وغوښتل، چې له جلال اباد هوایي ډګر څخه د ملکي الوتنو زمینه برابره کړي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استولې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ننګرهار ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي له مرستیال (تادا ماچي یامماتو) سره په ناسته کې د ننګرهار له هوایي ډګره د ملکي الوتنو د پیل په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
په خبر پاڼه کې د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت له قوله ویل شوي، چې د ننګرهار له هوایي ډګره یوازې نظامي چارواکي او لوړ پوړي دولتي کسان ګټه اخلي.
د ننګرهار له هوايي ډګر څخه دا مهال یوازې د نظامي هوايي اډې په توګه کار اخیستل کیږي، خو له اوږده مهاله يې د ملكي كېدو په اړه هم هڅې روانې وې.


