رپوټونه وايي، د سوريې په دوو ښارونو کې پرونيو خونړيو ځانمرګو بريدونو کې د وژل شوو کسانو شمېر له ۱۲۰ اوښتى او دغه راز نږدې دوه سوه کسان ټپيان شوي دي.
د سوريې حکومتي ځواکونه وايي، داعش وسله والو په دوو ساحلي ښارونو «جبله» او «طرطوس» کې خونړي ځانمرګي بريدونه وکړل، چې له كبله يې ياده مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ مالي زيانونه يې هم اړولي دي.
ويل کېږي ځانمرګو بريدونو کې يو سيمه ييز روغتون او د ټرانسپورټ يو شمېر اډې په نښه شوې دي. رپوټونه وايي، د سوريې په دوو ښارونو کې پرونيو خونړيو ځانمرګو بريدونو کې د وژل شوو کسانو شمېر له ۱۲۰ اوښتى او دغه راز نږدې دوه سوه کسان ټپيان شوي دي.
د سوريې حکومتي ځواکونه وايي، داعش وسله والو په دوو ساحلي ښارونو «جبله» او «طرطوس» کې خونړي ځانمرګي بريدونه وکړل، چې له كبله يې ياده مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ مالي زيانونه يې هم اړولي دي.
ويل کېږي ځانمرګو بريدونو کې يو سيمه ييز روغتون او د ټرانسپورټ يو شمېر اډې په نښه شوې دي.
ډېرى وژل شوي او ټپيان ملکي کسان بلل شوي، چې له يوه ځايه بلې سيمې ته د سفر په حال کې وو.
داعش وسله والو د پرونيو بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستى او ګواښ يې کړى، چې دا ډول نورې ګڼې چاودنې به وكړي.


