ads

پاكستان د ملا منصور په وژلو د امريكا سفير احضار كړ

په بلوچستان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د وسله والو طالبانو د مشر تر نښه کولو وروسته اسلام اباد د امریکا سفیر احضار کړی دی.د پاكستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار طارق فاطمي پرون په اسلام اباد کې د امریکا سفیر بهرنیو چارو وزارت ته ور غوښتی و او په دې اړه یی […]

نویسنده: TKG
4 غبرګولی 1395
پاكستان د ملا منصور په وژلو د امريكا سفير احضار كړ

په بلوچستان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د وسله والو طالبانو د مشر تر نښه کولو وروسته اسلام اباد د امریکا سفیر احضار کړی دی.
د پاكستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار طارق فاطمي پرون په اسلام اباد کې د امریکا سفیر بهرنیو چارو وزارت ته ور غوښتی و او په دې اړه یی ور سره خپله ګیله شریکه کړې ده.
طارق فاطمي د امریکا سفیر ته ویلي، چې په دې سره به د څلور اړخیزو ناستو باندې ناوړه اغیز پریوځي او دا چاره یې د خپل هېواد ملي حاکمیت څخه سرغړونه وبلله. په بلوچستان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د وسله والو طالبانو د مشر تر نښه کولو وروسته اسلام اباد د امریکا سفیر احضار کړی دی.
د پاكستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار طارق فاطمي پرون په اسلام اباد کې د امریکا سفیر بهرنیو چارو وزارت ته ور غوښتی و او په دې اړه یی ور سره خپله ګیله شریکه کړې ده.
طارق فاطمي د امریکا سفیر ته ویلي، چې په دې سره به د څلور اړخیزو ناستو باندې ناوړه اغیز پریوځي او دا چاره یې د خپل هېواد ملي حاکمیت څخه سرغړونه وبلله.
پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډیویډ هیل ته په څرګندو ټکو ويلي چې د پاکستان په خاوره کې بې پیلوټه برید د ملګرو ملتونو د قانون له مخې یوه سرغړونه بلل کېږي.
باید یاده شي، چې دوه ورځې وړاندې په بلوچستان ایالت کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د بې پیلوټه برید په نتیجه کې ووژل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA