ads

هاشمي: پاكستان سره له ملا منصور وروسته اړيكې نه دي خرابې شوي

افغان حکومت وايي، چې په پاکستان کې د طالبانو د مشر له وژل کیدو وروسته له دغه هیوا سره اړیکو کې تغیر نه دی راغلی او افغانستان ورسره د ورځې د حقایقو پر بنسټ اړیکې لري.د جمهور رئیس مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي، چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې […]

نویسنده: TKG
4 غبرګولی 1395
هاشمي: پاكستان سره له ملا منصور وروسته اړيكې نه دي خرابې شوي

افغان حکومت وايي، چې په پاکستان کې د طالبانو د مشر له وژل کیدو وروسته له دغه هیوا سره اړیکو کې تغیر نه دی راغلی او افغانستان ورسره د ورځې د حقایقو پر بنسټ اړیکې لري.
د جمهور رئیس مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي، چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې دا څرګندونې وکړې.
هغه له پاکستانه یو ځل بیا وغوښتل، چې په خپله خاوره کې شته وسله وال ترهګر دې وځپي. افغان حکومت وايي، چې په پاکستان کې د طالبانو د مشر له وژل کیدو وروسته له دغه هیوا سره اړیکو کې تغیر نه دی راغلی او افغانستان ورسره د ورځې د حقایقو پر بنسټ اړیکې لري.
د جمهور رئیس مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي، چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې دا څرګندونې وکړې.
هغه له پاکستانه یو ځل بیا وغوښتل، چې په خپله خاوره کې شته وسله وال ترهګر دې وځپي.
د جمهور رئيس مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي د طالبانو د نوي مشر د ټاکل کیدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل،چې په دې اړه خبرې کول له وخته وړاندې خبره ده.
د یادولو وړ ده، چې د طالبانو مشر ملا اختر محم منصور درې ورځې وړانې د پاکستان د بلوچستان ایالت په یوه لرې پرته سیمه کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA