ads

ملابرادر پېښور ته لېږدول شوى

ويټرز خبري اژانس ته د پاکستان امنيتي سرچينو ويلي، د افغان طالبانو پخوانى مرستيال ملا عبدالغني برادر، چې تېره مياشت د پاکستان حکومت له څو کلن بنده وروسته خوشې کړ، له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره پېښور ته لېږدول ويټرز خبري اژانس ته د پاکستان امنيتي سرچينو ويلي، د افغان طالبانو پخوانى مرستيال ملا […]

نویسنده: TKG
4 غبرګولی 1395
ملابرادر پېښور ته لېږدول شوى

ويټرز خبري اژانس ته د پاکستان امنيتي سرچينو ويلي، د افغان طالبانو پخوانى مرستيال ملا عبدالغني برادر، چې تېره مياشت د پاکستان حکومت له څو کلن بنده وروسته خوشې کړ، له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره پېښور ته لېږدول

ويټرز خبري اژانس ته د پاکستان امنيتي سرچينو ويلي، د افغان طالبانو پخوانى مرستيال ملا عبدالغني برادر، چې تېره مياشت د پاکستان حکومت له څو کلن بنده وروسته خوشې کړ، له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره پېښور ته لېږدول شوى دى.

ملابرادر له خوشې کېدو وروسته کراچۍ ته يوړل شو او هلته په يوه خوندي کور کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو له لوري ساتل کېده.

د پاکستان يوه استخباراتي چارواکي، د نوم نه ښودلو په شرط رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې ملابرادر په کراچۍ له خپلو يو شمېر پخوانيو طالب ملګرو سره تماسونه نيولي او په ترکيې، افغانستان او امريکا کې له خپلو ملګرو سره د سولې په بهير کې د خپل رول په اړه غږېدلى دى.

افغان حكومت، چې د ملابرادر د خوشې کېدو هرکلى  يې كړى، وايي،  که ملابرادر هر ځاى وي، بايد له نوموړي سره د افغانستان د سولې عالي شورا تماس ونيولى شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA