د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، چې د نړۍ په کچه لا هم لوى شمېر خلک له لوږې، فقر، طبيعي افاتو، سياسي بحرانونو، سخت دريځۍ او كډواليو څخه کړېږي او سوله د دغو ستونزو د لويې برخې لپاره حل لاره ده.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د ترکيې په استانبول ښار کې د ملګرو ملتونو په نوښت د بشري مرستو په نړيواله سرمشريزه کې د وينا په مهال وكړې.
د هغه په وينا، د بشر په لاس ايجاد شوي بحرانونه تر بل هر وخت زيات شوي او دې ستونزې د متضررو هېوادونو او ملتونو ترڅنګ نور ملتونه او هېوادونه هم له ستونزو سره مخ کړي دي. د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، چې د نړۍ په کچه لا هم لوى شمېر خلک له لوږې، فقر، طبيعي افاتو، سياسي بحرانونو، سخت دريځۍ او كډواليو څخه کړېږي او سوله د دغو ستونزو د لويې برخې لپاره حل لاره ده.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د ترکيې په استانبول ښار کې د ملګرو ملتونو په نوښت د بشري مرستو په نړيواله سرمشريزه کې د وينا په مهال وكړې.
د هغه په وينا، د بشر په لاس ايجاد شوي بحرانونه تر بل هر وخت زيات شوي او دې ستونزې د متضررو هېوادونو او ملتونو ترڅنګ نور ملتونه او هېوادونه هم له ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړي زياته كړه، اړتيا ده، چې په نړيواله کچه د مرستو او لاسنيوي هڅې چټکې او همغږې شي.
عبدالله عبدالله وويل، هېواد يې له سياسي پلوه د مختلفو پلانونو په تطبيق او د حل لارو په موندلو سره قوي اراده لري، چې اوسنۍ ستونزې له منځه يوسي او په دې برخه کې د سولې پروسه يو اساسي ګام دى، چې لا هم د افغان حکومت لخوا تعقيبېږي.
د بشري مرستو د همغږۍ او اړمنو خلکو ته د رسېدګۍ دغه سرمشريزه د خپل ډول لومړۍ هغه ده، چې د ملګرو ملتونو په نوښت او د نړۍ د هېوادونو په همکارۍ سره جوړېږي.


