د خوست د عليشېرو او ترزیو ولسوالۍ اړوند د ببرک تاڼې سرحدي سيمې د امنيتي پوستو د کشف امر خیال بادشاه د سړک غاړې بمي چاودنې وژلی او پنځه نور سرحدي پوليس يې ټپيان کړي دي.
د خوست د علیشیرو ولسوالۍ امنیه قوماندان نظیر محمد صابر کلید ته وویل، چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې داسې مهال شوې، چې سرحدي پوليسو د خپلو امنيتي پوستو لپاره اکمالات کول. د خوست د عليشېرو او ترزیو ولسوالۍ اړوند د ببرک تاڼې سرحدي سيمې د امنيتي پوستو د کشف امر خیال بادشاه د سړک غاړې بمي چاودنې وژلی او پنځه نور سرحدي پوليس يې ټپيان کړي دي.
د خوست د علیشیرو ولسوالۍ امنیه قوماندان نظیر محمد صابر کلید ته وویل، چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې داسې مهال شوې، چې سرحدي پوليسو د خپلو امنيتي پوستو لپاره اکمالات کول.
د ولايتي ملکي روغتون مسوولين وايي، چې د ټپيانو حالت تر يوه بريده ښه دی.
د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ هم پيښه تاییدي وي او وایې، چې پیښه مرګ ژوبله لري خو په اړه نور معلومات نه درلودل.
تر اوسه د چاودنې مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو څه ويلي دي


