جمهور رئیس محمد اشرف غني ایران کې د چابهار ترانزیټي تړون تر لاسلیک وروسته بیرته هیواد ته راستون شو.
ارګ ماڼۍ وايي، چې جمهور رئيس غني پرون تهران کې د ایران له جمهور رئيس حسن روحاني او د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره هم لیدلي دي.
د ارګ په یوه وینا پاڼه کې راغلي، د ایران جمهور رئيس حسن روحاني په خپلو خبرو کې ویلي، چې یو نیم میلیون افغان کډوال په ایران کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي او ژمنه یې وکړه، چې د ستونزو د حل په موخه به یې هڅې وکړي. جمهور رئیس محمد اشرف غني ایران کې د چابهار ترانزیټي تړون تر لاسلیک وروسته بیرته هیواد ته راستون شو.
ارګ ماڼۍ وايي، چې جمهور رئيس غني پرون تهران کې د ایران له جمهور رئيس حسن روحاني او د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره هم لیدلي دي.
د ارګ په یوه وینا پاڼه کې راغلي، د ایران جمهور رئيس حسن روحاني په خپلو خبرو کې ویلي، چې یو نیم میلیون افغان کډوال په ایران کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي او ژمنه یې وکړه، چې د ستونزو د حل په موخه به یې هڅې وکړي.
دغه راز د هند لومړي وزیر نریندرا مودي وویل، چې د خپل حکومت امنیتي برخه یې توظیف کړې، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ډېرو هلیکوپترو د برابرولو لارې ولټوي.
جمهور رئیس غني د ایران او هند د مشرانو له یادو ژمنو مننه وکړه او د دوه اړخیزو اړیکو په لا غښتلتیا یې ټینګار وکړ.


