ads

ايران: ملا منصور تر بريد وړاندې زموږ په خاوره كې نه و

تهران د ملا اختر محمد منصور په اړه هغه خبرونه رد كړل چې ګواكې نوموړى تر وژل كېدو وړاندې په ايران كې و او پاكستان ته په ننوتو سره د ډرون بريد ښكار شوى دى.تر دې وړاندې يو شمېر پاكستاني سرچينو ويلي وو چې د بلوچستان په احمدوال كې په ډرون بريد كې له دوه […]

نویسنده: TKG
4 غبرګولی 1395
ايران: ملا منصور تر بريد وړاندې زموږ په خاوره كې نه و

تهران د ملا اختر محمد منصور په اړه هغه خبرونه رد كړل چې ګواكې نوموړى تر وژل كېدو وړاندې په ايران كې و او پاكستان ته په ننوتو سره د ډرون بريد ښكار شوى دى.
تر دې وړاندې يو شمېر پاكستاني سرچينو ويلي وو چې د بلوچستان په احمدوال كې په ډرون بريد كې له دوه وژل شويو كسانو څخه يو تن ولي محمد نومېده (چې غالبا د ملا منصور مستعار نوم ګڼل كېږي.) چې د ايران له خاورې پاكستان ته له ننوتو سمدستي وروسته تر بريد لاندې راغلى دى.
پاكستاني سرچينو زياته كړې چې ولي محمد د مارچ په ۲۸مه ايران ته تللى او د بريد په ورځ له هغه هېواده راستون شوى و.
خو وروسته خبري سرچينو ښكاره كړه چې همدغه ولي محمد د ملا اختر محمد منصور مستعار نوم و او ترې پاتې پاسپورټ كې يې هم ملا اختر محمد منصور ته ورته څېره ليدل كېده.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند حسين جابر انصاري په دې اړه ټول راپورونه رد كړي چې ګواكې ملا منصور تر وژل كېدو وړاندې د ايران له خاورې پاكستان ته ننوتى و.
انصاري زياته كړې، ايران په افغانستان كې سوله او ثبات غواړي او په دې برخه كې د هر مثبت ګام پلوي كوي.
نوموړي ويلي، هېواد يې چمتو دى چې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره د افغان حكومت مرسته وكړي.
دا په داسې حال كې ده چې د ملا منصور د وژل كېدو خبر د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما هم تاييد كړى خو دا يې نه دي ويلي چې هغه له كومه ځايه چېرته پر لاره و؟

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA