ads

ننګرهار کې د انسان تښتونې پېښو مخنيوی شوی

د ننګرهار د نظامي شورا غړي وايي، په وروستيو کې په دغه ولايت کې د انسان تښتونې پېښو مخنيوى شوى او په ترڅ کې يې ګڼ شمېر انسان تښتوونکي، غله او نور د امنيتي منسوبينو له لوري نيول شوي دي. د ننګرهار د نظامي شورا غړي وايي، په وروستيو کې په دغه ولايت کې د […]

نویسنده: TKG
3 غبرګولی 1395
ننګرهار کې د انسان تښتونې پېښو مخنيوی شوی

د ننګرهار د نظامي شورا غړي وايي، په وروستيو کې په دغه ولايت کې د انسان تښتونې پېښو مخنيوى شوى او په ترڅ کې يې ګڼ شمېر انسان تښتوونکي، غله او نور د امنيتي منسوبينو له لوري نيول شوي دي. د ننګرهار د نظامي شورا غړي وايي، په وروستيو کې په دغه ولايت کې د انسان تښتونې پېښو مخنيوى شوى او په ترڅ کې يې ګڼ شمېر انسان تښتوونکي، غله او نور د امنيتي منسوبينو له لوري نيول شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د نظامي شورا غونډه، چې تېره ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي سليم کندوزي په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د ننګرهار ولسونو په ځانګړي ډول د جلال اباد ښار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړل شو، چې د امنيتي وضعيت د لا ښه والي په هدف ټول امنيتي ارګانونه ګړندۍ هڅې کوي.
کندوزي امنيتي منسوبينو ته بيا هم لارښوونه وکړه، چې پر جلال اباد ښار سربېره د لويو لارو او د ولسواليو د امنيت خونديتوب په هدف پلټنې، ګزمې او کمينونه لا زيات کړي او د هر ډول غير قانوني کړنې مخه دې ونيسي.
د ننګرهار والي يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې د ښار امنيت خونديتوب لپاره دې جوړ شوى کمېسيون په ټولو برخو کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي او د تورو ښيښو، بې پلېټه موټرو او غير مسوولو وسله والو مخنيوى دې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA