ads

ننګرهار كركټ لوبډلې بلخ او پکتيا لوبډلې كابل ته ماتې وركړه

د الکوزي – سيد جماالدين افغان د كركټ يو ورځنيو سياليو په لړ کې تېره ورځ ننګرهار د بلخ او پکتيا د کابل په وړاندې برياوې ترلاسه کړې.په غازي امان الله خان لوبغالي کې د بلخ لوبډلې د پچې په ګټلو سره توپوهنه وکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۲۲۳ منډې وکړې، خو […]

نویسنده: TKG
3 غبرګولی 1395
ننګرهار  كركټ لوبډلې  بلخ او پکتيا لوبډلې كابل ته ماتې وركړه

د الکوزي – سيد جماالدين افغان د كركټ يو ورځنيو سياليو په لړ کې تېره ورځ ننګرهار د بلخ او پکتيا د کابل په وړاندې برياوې ترلاسه کړې.
په غازي امان الله خان لوبغالي کې د بلخ لوبډلې د پچې په ګټلو سره توپوهنه وکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۲۲۳ منډې وکړې، خو د ننګرهار لوبډلې وركړل شوى هدف ۴۴م اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبه يې وګټله.
په دې سره ننګرهار د سر په سر درې لوبو ګټلو سره نيمه پايلوبې ته لاره پيدا کړه. د الکوزي – سيد جماالدين افغان د كركټ يو ورځنيو سياليو په لړ کې تېره ورځ ننګرهار د بلخ او پکتيا د کابل په وړاندې برياوې ترلاسه کړې.
په غازي امان الله خان لوبغالي کې د بلخ لوبډلې د پچې په ګټلو سره توپوهنه وکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۲۲۳ منډې وکړې، خو د ننګرهار لوبډلې وركړل شوى هدف ۴۴م اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبه يې وګټله.
په دې سره ننګرهار د سر په سر درې لوبو ګټلو سره نيمه پايلوبې ته لاره پيدا کړه.
بلخوا د بهسودو په لوبغالي کې د پکتيا لوبډلې د توپوهنې په مهال ۲۷۰ منډې وکړې، خو د كابل لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۰ منډې وکړې او لوبه يې وبايلله.
پکتيا په دې سره درې لوبو کې دوه وګټلې.
نن خوست او کاپيسا، لغمان او کونړ سره سيالۍ کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA