ads

لغمان قرغيو كې د ملي امنيت شپني عمليات، دوه وسله وال مړه، دوه ټپيان

ملي امنيت تېره شپه ناوخته د لغمان په قرغيو ولسوالۍ كې د يو لړ عملياتو پر مهال څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او يو شمېر مهمات يې هم ترې نيولي دي.د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ملي امنیت د […]

نویسنده: TKG
3 غبرګولی 1395
لغمان قرغيو كې د ملي امنيت شپني عمليات، دوه وسله وال مړه، دوه ټپيان

ملي امنيت تېره شپه ناوخته د لغمان په قرغيو ولسوالۍ كې د يو لړ عملياتو پر مهال څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او يو شمېر مهمات يې هم ترې نيولي دي.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ملي امنیت د چټک غبرګون د ځانګړې قطعې په یو کمین کې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل جلال اباد په لویه لاره د  شهیدانو پله په سیمه کې د وسله والو د یو مشهور قوماندان صبور د ډلې دوه تنه غړي وژل شوي دي او دوه نور یې په زخمي حالت کې سیند وړي دي. ملي امنيت تېره شپه ناوخته د لغمان په قرغيو ولسوالۍ كې د يو لړ عملياتو پر مهال څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او يو شمېر مهمات يې هم ترې نيولي دي.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ملي امنیت د چټک غبرګون د ځانګړې قطعې په یو کمین کې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل جلال اباد په لویه لاره د  شهیدانو پله په سیمه کې د وسله والو د یو مشهور قوماندان صبور د ډلې دوه تنه غړي وژل شوي دي او دوه نور یې په زخمي حالت کې سیند وړي دي.
خبر پاڼه وایي، په دغو عملیاتو کې څلور کیلو ګرامه پوتاشیم کلوراید، ۱۲ عدده د ریموټ کنټرول تختونه، ۳ عدده ریموټ کنټرول، لس متره ثانیه سوز فلیته، څلور متره چاودېدونکې فلیته، یوه پایه مخابره او لس متره د ارتباط لاین هم ملي امنيت ځواكونو ترلاسه كړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA