ads

كوټ: داعشي وسله والو د پنځو ملكيانو كورونه سوځولي دي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، داعش وسله والو تېره شپه د دې ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو او سیمه ییزو پولیسو پنځه کورونه سوځولي دي.د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې د کوټ ولسوالۍ په ده احمد خیلو سیمه کې د داعش وسله والو له لوري د دوو […]

نویسنده: TKG
3 غبرګولی 1395
كوټ: داعشي وسله والو د پنځو ملكيانو كورونه سوځولي دي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، داعش وسله والو تېره شپه د دې ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو او سیمه ییزو پولیسو پنځه کورونه سوځولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې د کوټ ولسوالۍ په ده احمد خیلو سیمه کې د داعش وسله والو له لوري د دوو سیمه ییزو پولیسو او درې د نورو ولسي وګړو کورونه سوځول شوي دي.
خوږیاڼی وایي، په دغه پیښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی؛ خو مالي زیان لري. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، داعش وسله والو تېره شپه د دې ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو او سیمه ییزو پولیسو پنځه کورونه سوځولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې د کوټ ولسوالۍ په ده احمد خیلو سیمه کې د داعش وسله والو له لوري د دوو سیمه ییزو پولیسو او درې د نورو ولسي وګړو کورونه سوځول شوي دي.
خوږیاڼی وایي، په دغه پیښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی؛ خو مالي زیان لري.
د والي ویاند زياتوي چې د اور کابو کولو او د وسله والو د ځپلو لپاره امنیتي ځواکونه سیمې ته تللي؛ خو داعش وسله وال له سیمې تښتیدلي دي.
بلخوا داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA