د كورنيو چارو وزارت وايي، د وسله والو طالبانو وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور په ډېرى بريدونو كې لاس درلود او په افغانستان كې د جګړې د شدت سبب شوى و.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن په كابل كې خبري ناستې ته وويل، د ملا منصور وژل كېدل، نورو طالب مشرانو ته دا پيغام وركوي چې دوى به په هېڅ ځاى كې هم امن وي او په هره سيمه كې به د افغان ځواكونو او د دوى د متحدينو تر بريدونو لاندې راشي. د كورنيو چارو وزارت وايي، د وسله والو طالبانو وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور په ډېرى بريدونو كې لاس درلود او په افغانستان كې د جګړې د شدت سبب شوى و.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن په كابل كې خبري ناستې ته وويل، د ملا منصور وژل كېدل، نورو طالب مشرانو ته دا پيغام وركوي چې دوى به په هېڅ ځاى كې هم امن وي او په هره سيمه كې به د افغان ځواكونو او د دوى د متحدينو تر بريدونو لاندې راشي.
صديقي دغه راز ټينګار وكړ، چې د حكومت وسله وال مخالفين د جګړې له لارې خپلو اهدافو ته نه شي رسېداى نو له دې كبله ورته ښايي چې د سولې په خبرو كې برخه واخلي.
صديقي وړاندې وايي، چې د ملا اختر محمد منصور له وژل كېدو سره دې هغه هېوادونه چې د افغان حكومت مخالفينو ته پټن ځايونه وركوي وپوهېږي چې د دوى هڅې بې ځايه دي.
دا په داسې حال كې ده چې د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما هم نن تاييد كړه چې د وسله والو طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د امريكايي بې پيلوټه الوتكې په بريد كې وژل شوى دى.


