ads

د هوايي ځواك كركټ لوبډله د ملي دفاع وزارت د لوبډلو اتله شوه

د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ د يكشنبې په ورځ پاى ته ورسېدې. د دې سياليو پايلوبه د کابل الکوزي په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، د هوايي ځواکونو او د ملي دفاع وزارت د ملاتړ لېوا لوبډلې د يو بل په وړاندې ولوبېدې، چې اتلولي يې د هوايي […]

نویسنده: TKG
3 غبرګولی 1395
د هوايي ځواك كركټ لوبډله د ملي دفاع وزارت د لوبډلو اتله شوه

د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ د يكشنبې په ورځ پاى ته ورسېدې.
د دې سياليو پايلوبه د کابل الکوزي په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، د هوايي ځواکونو او د ملي دفاع وزارت د ملاتړ لېوا لوبډلې د يو بل په وړاندې ولوبېدې، چې اتلولي يې د هوايي ځواکونو لوبډلې ترلاسه کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئيس نسيم الله دانش وويل، په پرونۍ سيالۍ کې د سرتېرو زړورې او تخنيکي لوبې ته په کتو سره به دوى په ډېر نږدې راتلونکې کې د هغوى لپاره د هند پوځ له لوبډلې سره سيالۍ برابرې کړي. د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ د يكشنبې په ورځ پاى ته ورسېدې.
د دې سياليو پايلوبه د کابل الکوزي په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، د هوايي ځواکونو او د ملي دفاع وزارت د ملاتړ لېوا لوبډلې د يو بل په وړاندې ولوبېدې، چې اتلولي يې د هوايي ځواکونو لوبډلې ترلاسه کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئيس نسيم الله دانش وويل، په پرونۍ سيالۍ کې د سرتېرو زړورې او تخنيکي لوبې ته په کتو سره به دوى په ډېر نږدې راتلونکې کې د هغوى لپاره د هند پوځ له لوبډلې سره سيالۍ برابرې کړي.
په پاى کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئيس او اجرايوي رئيس ته د ملي دفاع وزارت له خوا ستاينليکونه ورکړل شول او په لومړي، دوهم او درېيم مقام ګټونكو لوبډلو مډالونه ووېشل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA