ads

د ننګرهار والي له پوهنې رياست څخه ليدنه وكړه

د پوهنې اداره کې د مراجعينو کارونه ځنډول په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي. دا څرګندونې د ننګرهار والي سليم کندوزي نن د دغه ولايت له پوهنې رياست څخه د ليدنې په مهال وکړې او زياته يې کړه، د ټولو مراجعينو کارونه بايد د قانون په چوکاټ کې پرته له خنډ او ځنډ […]

نویسنده: TKG
3 غبرګولی 1395
د ننګرهار والي له پوهنې رياست څخه ليدنه وكړه

د پوهنې اداره کې د مراجعينو کارونه ځنډول په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي. دا څرګندونې د ننګرهار والي سليم کندوزي نن د دغه ولايت له پوهنې رياست څخه د ليدنې په مهال وکړې او زياته يې کړه، د ټولو مراجعينو کارونه بايد د قانون په چوکاټ کې پرته له خنډ او ځنډ ژر تر ژره ترسره شي.

د پوهنې اداره کې د مراجعينو کارونه ځنډول په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.

دا څرګندونې د ننګرهار والي سليم کندوزي نن د دغه ولايت له پوهنې رياست څخه د ليدنې په مهال وکړې او زياته يې کړه، د ټولو مراجعينو کارونه بايد د قانون په چوکاټ کې پرته له خنډ او ځنډ ژر تر ژره ترسره شي.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، والي سليم  کندوزي د پوهنې ادارې له بېلابېلو څانګو څخه د ليدنې په مهال د يو شمېر مراجعينو ستونزې هم واورېدې، چې د يادې ادارې مسوولينو ته يې د حل لارښوونې وکړې.

د هغه په وينا، د پوهنې اداره بايد له هر ډول فساد څخه پاکه وي.

كندوزي د پوهنې رئيس او نورو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې هغو مراجعينو ته د قانون په چوکاټ کې قناعت ورکړي، چې کارونه يې په مرکز کې ځنډېدلي وي، خو سپارښتنه يې هم ورته وکړه، چې له مرکز سره دې هم د هغوى کارونه تعقيب شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پوهنې وزير هم ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د دغه ولايت د پوهنې په اداره کې به اصلاحات رامنځته کړي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA