ads

د عبدالحميد مبارز د نوو كتابونو پرانيسته وشوه

د دوشنبه په ورځ د يوې غونډې په ترڅ كې د هېواد د وتلي ژورناليست، ليكوال او څېړونكي عبدالحميد مبارز د نوو چاپ شوو كتابونو پرانيسته وشوه.په دغه غونډه كې چې د افغانستان لپاره د بشري او پراختيايي خدمتونو د ادارې يا ډي اچ اس اې او كليد ګروپ له لوري رابلل شوې وه، د […]

نویسنده: TKG
3 غبرګولی 1395
د عبدالحميد مبارز د نوو كتابونو پرانيسته وشوه

د دوشنبه په ورځ د يوې غونډې په ترڅ كې د هېواد د وتلي ژورناليست، ليكوال او څېړونكي عبدالحميد مبارز د نوو چاپ شوو كتابونو پرانيسته وشوه.
په دغه غونډه كې چې د افغانستان لپاره د بشري او پراختيايي خدمتونو د ادارې يا ډي اچ اس اې او كليد ګروپ له لوري رابلل شوې وه، د هېواد وتلو فرهنګي څېرو، ليكوالانو او ژورناليستانو برخه اخيستې وه. د ډي اچ اس اې موسسې او كليد ګروپ موسس شهير احمد ذهين غونډې ته په خپله وينا كې د بيان د ازادۍ او دموكراسۍ لپاره د عبدالحميد مبارز دوامداره او ټينګه مبارزه وستايله.

په ناسته كې ګڼو نورو شخصيتونو هم د ښاغلي عبدالحميد مبارز پر هڅو او كارونو خبرې وكړې.
له بل لوري ژورناليست ليكوال او څېړونكي عبدالحميد مبارز د خپلې ژوند او هڅو په تړاو اوږدې خبرې وكړې او ټينګار يې وكړ چې نوموړي هغه وخت د بيان د ازادۍ او دموكراسۍ لپاره مبارزه پيل كړه چې دې كلمو د افغانستان په سياسي قاموس كې ځاى نه درلود.
عبدالحميد مبارز ۶۰ كاله وړاندې په كابل كې وزيږيد، لومړۍ او منځنۍ زده كړې يې د كابل په استقلال ليسه كې بشپړې كړې او وروسته يې د ژورناليزم مسلسل كورسونه تعقيب كړل، څه وخت وروسته يې د فرانسې د ژورناليستانو په مركز كې د فرانسوا باريژن او د پاريس د راديو تلويزيون په څانګه كې خپل ستاژ ترسره كړ، نوموړي په خپل پنځوس كلن كاري ژوند كې د انيس ورځپاڼې د مسئول مدير، د باختر اژانس د مرستيال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي اړيكو مسئول او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پارلماني سلاكار، د باميان، لوګر او نيمروز ولايتونو د والي او دغه راز د پوهنې وزارت د سواد اموزۍ د معين په توګه دندې ترسره كړي دي.
د نوموړي د څلورو نوو كتابونو پرانيسته نن وشوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA