ads

اولسن: د سولې شپږمه څلور اړخيزه غونډه بايد مثبتې پايلې ولري

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ريچارډ اولسن وايي ، د سولې شپږمه څلور اړخیزه غونډه باید د ټولو خواو په مشوره ترسره شي، چې یوې مثبتې پایلې ته ورسیږي.ریچارډ اولسن پرون په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره په کتنه کې دا څرګندونې کړې […]

نویسنده: TKG
3 غبرګولی 1395
اولسن: د سولې شپږمه څلور اړخيزه غونډه بايد مثبتې پايلې ولري

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ريچارډ اولسن وايي ، د سولې شپږمه څلور اړخیزه غونډه باید د ټولو خواو په مشوره ترسره شي، چې یوې مثبتې پایلې ته ورسیږي.
ریچارډ اولسن پرون په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره په کتنه کې دا څرګندونې کړې دي.
په همدې تړاو د بهرنیو چارو وزارت له لورې خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سولې په تړاو پر پنځمې څلور اړخیزې غونډې چې تېره اوونۍ اسلام اباد کې ترسره شوه، نیوکه وکړه. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ريچارډ اولسن وايي ، د سولې شپږمه څلور اړخیزه غونډه باید د ټولو خواو په مشوره ترسره شي، چې یوې مثبتې پایلې ته ورسیږي.
ریچارډ اولسن پرون په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره په کتنه کې دا څرګندونې کړې دي.
په همدې تړاو د بهرنیو چارو وزارت له لورې خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سولې په تړاو پر پنځمې څلور اړخیزې غونډې چې تېره اوونۍ اسلام اباد کې ترسره شوه، نیوکه وکړه.
په یاده ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له افغان ولس او دولت سره د نړیوالو مرستې او په ځانګړې توګه د امنیتي ځوکونو ملاتړ د هیواد د دښمنانو د ناهیلۍ سبب ګرځي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې په کابل کې د امریکا سفیر مايکل مکنلې هم حاضر و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA