د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژل كېدو خبر تاييد كړى او ويلي يې دي د پاكستان په شمول هر ځاى كې چې د امريكا ګټې په خطر كې شي، ځواكونه به يې هلته لاس په كار شي.
بارك اوباما دا مهال د ويتنام په سفر دى او له هغه ځايه يې په يو بيان كې ويلي چې د امريكا په ډرون بريد كې د ملا اختر محمد منصور وژنه يوه لويه لاسته راوړنه ده.
اوباما ويلي، دوى د يوې داسې ډلې مشر له مخې لرې كړ چې په افغانستان كې يې له القاعده ډلې سره يو ځاى د ايتلافي ځواكونو پر خلاف بريدونه تنظيمول او كنټرولول. د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژل كېدو خبر تاييد كړى او ويلي يې دي د پاكستان په شمول هر ځاى كې چې د امريكا ګټې په خطر كې شي، ځواكونه به يې هلته لاس په كار شي.
بارك اوباما دا مهال د ويتنام په سفر دى او له هغه ځايه يې په يو بيان كې ويلي چې د امريكا په ډرون بريد كې د ملا اختر محمد منصور وژنه يوه لويه لاسته راوړنه ده.
اوباما ويلي، دوى د يوې داسې ډلې مشر له مخې لرې كړ چې په افغانستان كې يې له القاعده ډلې سره يو ځاى د ايتلافي ځواكونو پر خلاف بريدونه تنظيمول او كنټرولول.
اوباما همدا راز زياته كړې چې هېواد يې په افغانستان كې د سولې د راوستو لپاره هلې ځلې جاري ساتي او د پاكستان په شمول چې هر ځاى د امريكا ګټو ته خطر پېښ شي امريكا به يې پر وړاندې لاس په كار شي.
بلخوا له سپينې ماڼۍ څخه يو خپاره شوي بيان كې ويل شوي چې د ملا اختر منصور وژل كېدا د افغان طالبانو لپاره تر ټولو درنه ضربه ده.
دا په داسې حال كې ده چې د ملا منصور وژنه افغان جمهوري رياست، اجرائيه رياست، ملي امنيت رياست او د طالبانو يو مهم قومندان ملا عبدالرووف هم تاييد كړې ده.
خو د طالبانو وياندويانو او پخپله پاكستاني سرچينو لا تر اوسه د ملا منصور د وژنې خبر نه دى تاييد كړى.
وړمه ورځ د امريكا دفاع وزارت ادعا وكړه چې د ډيورنډ له كرښې ها غاړه يې د بلوچستان په احمدوال سيمه كې د ملا منصور موټر تر ډرون بريد لاندې راوستى او هغه يې له يو بل ملګري سره په كې وژلى دى.


