ads

پنټاګون: زموږ په هوايي بريد كې د ملا منصور د وژل كېدو معلومات هم شته

پنټاګون په يو ناڅاپي خبري كنفرانس كې اعلان كړى چې له ملا عمر وروسته د طالبانو پر مهم مشر يې هوايي بريد كړى دى.د پنټاګون وياند پيټر كوك خبريالانو ته وويل، ملا منصور د افغان حكومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو كې خنډونه جوړول چې په دې وروستيو كې پر دغه طالب […]

نویسنده: TKG
2 غبرګولی 1395
پنټاګون: زموږ په هوايي بريد كې د ملا منصور د وژل كېدو معلومات هم شته

پنټاګون په يو ناڅاپي خبري كنفرانس كې اعلان كړى چې له ملا عمر وروسته د طالبانو پر مهم مشر يې هوايي بريد كړى دى.
د پنټاګون وياند پيټر كوك خبريالانو ته وويل، ملا منصور د افغان حكومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو كې خنډونه جوړول چې په دې وروستيو كې پر دغه طالب مشر د اوباما لخوا منظور شوى وى.
كوك تصديق نه كړه چې ملا منصور د دوى د بې پېلوټه الوتكې په بريد كې وژل شوى كه نه دى؟ خو په وينا يې په دغه بريد كې د ملا منصور او يو بل ملګري د وژل كېدو په اړه معلومات ور رسېدلي چې دوى به يې وروسته تصديق كړي

پنټاګون په يو ناڅاپي خبري كنفرانس كې اعلان كړى چې له ملا عمر وروسته د طالبانو پر مهم مشر يې هوايي بريد كړى دى.
د پنټاګون وياند پيټر كوك خبريالانو ته وويل، ملا منصور د افغان حكومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو كې خنډونه جوړول چې په دې وروستيو كې پر دغه طالب مشر د اوباما لخوا منظور شوى وى.
كوك تصديق نه كړه چې ملا منصور د دوى د بې پېلوټه الوتكې په بريد كې وژل شوى كه نه دى؟ خو په وينا يې په دغه بريد كې د ملا منصور او يو بل ملګري د وژل كېدو په اړه معلومات ور رسېدلي چې دوى به يې وروسته تصديق كړي: (( يو شى چې ښكاره دى هغه دا دى چې د ملا منصور يو ملګرى وژل شوى دى، خو تر اوسه يوازې داسې معلومات شته چې ملا منصور هم وژل شوى، په دې اړه معلومات تصديقوو.))
د امريكايي سرچينو په حواله د دغه بريد دقيق معلومات دا دي چې ملا منصور  د ډيورنډ له پولې هاغاړه د احمدوال سيمه كې په خپل موټر كې و چې تر بريد لاندې راغلى دى.
ملا منصور د ملا عمر د مړينې د خبر تر خپرېدو وروسته د كويټې شورا په مرسته ځان د طالبانو مشر اعلان كړ خو د ځينو اختلافاتو له كبله ترې د قطر دفتر او ملا رسول طالبانو لارې جلا كړې.
ملا منصور د ملا عمر د پلويانو د راټولولو لپاره په دې وروستيو كې د عمري عملياتو لړۍ هم پرانيسته، خو افغان ځواكونو وويل د شفق عملياتو په ترڅ كې يې دا عمليات ناكام كړي دي.
اوس د ملا منصور د وژل كېدو خبر په داسې حال كې وركول كېږي، چې پرون جمهور رئيس غني قطر ته سفر كړى او تمه وه چې له هغه ځايه به له طالبانو سره د سولې په برخه كې كوم مهم پرمختګ وليدل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA