ads

ولې د كورنۍ نړيواله ورځ؟

کورنۍ داسې یو بنسټ دی چې د ټولنې د اساسي بدلونونو سره سره په خپلو اهدافو کې ثابته پاتې شوې او تر اوسه هم په بشري جوامعو کې خپل اساسي نقش لري. کورنۍ د بشر د روحي او معنوي غوښتنو د تامین له پاره تر ټولو اساسي نظام دی او د خپلو غړو او د […]

نویسنده: TKG
2 غبرګولی 1395
ولې د كورنۍ نړيواله ورځ؟

کورنۍ داسې یو بنسټ دی چې د ټولنې د اساسي بدلونونو سره سره په خپلو اهدافو کې ثابته پاتې شوې او تر اوسه هم په بشري جوامعو کې خپل اساسي نقش لري. کورنۍ د بشر د روحي او معنوي غوښتنو د تامین له پاره تر ټولو اساسي نظام دی او د خپلو غړو او د راتلونکي نسل له پاره د رواني امنیت له پلوه پوره او د باور وړ زمینې برابروي.
د می ۱۵مې نېټې د کورنۍ د نړیوالې ورځې سره سمون درلود. د ملګرو ملتونو د ۴۷/۲۳۷ نمبر پرېکړه لیک پر اساس چې د ۱۹۹۳میلادي کال د سپټمبر په ۲۰مه تصویب شوی د می میاشتې ۱۵مه د کورنۍ د نړیوالې ورځې په توګه اعلان شوې ده. د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې دا ورځ په رسمي بڼه نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې به ډېر لږ بنسټونه او کورنۍ وموندل شي چې د دغې ورځې د نمانځنې له پاره دې لېوالتیا ولري او یا دې کله د دغې ورځې په نمانځلو راوتي وي. کورنۍ داسې یو بنسټ دی چې د ټولنې د اساسي بدلونونو سره سره په خپلو اهدافو کې ثابته پاتې شوې او تر اوسه هم په بشري جوامعو کې خپل اساسي نقش لري. کورنۍ د بشر د روحي او معنوي غوښتنو د تامین له پاره تر ټولو اساسي نظام دی او د خپلو غړو او د راتلونکي نسل له پاره د رواني امنیت له پلوه پوره او د باور وړ زمینې برابروي.
د می ۱۵مې نېټې د کورنۍ د نړیوالې ورځې سره سمون درلود. د ملګرو ملتونو د ۴۷/۲۳۷ نمبر پرېکړه لیک پر اساس چې د ۱۹۹۳میلادي کال د سپټمبر په ۲۰مه تصویب شوی د می میاشتې ۱۵مه د کورنۍ د نړیوالې ورځې په توګه اعلان شوې ده. د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې دا ورځ په رسمي بڼه نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې به ډېر لږ بنسټونه او کورنۍ وموندل شي چې د دغې ورځې د نمانځنې له پاره دې لېوالتیا ولري او یا دې کله د دغې ورځې په نمانځلو راوتي وي.
د منتقدینو په باور د کورنۍ د نړیوالې ورځې له پېژندلو څخه د نړیوالو عمده هدف د کورنیو د پوهاوي لوړېدل او په ټولنیزو تصمیم نیونو کې د کورنیو بشپړ شمولیت دی. د دې ترڅنګ د کورنۍ د نړیوالې ورځې د نمانځلو بل هدف دا هم دی، څو د هغو مواردو مخنیوی وشي چې کورني جوړښتونه ګواښي. علاوه پر دې د کورنۍ د نړیوالې ورځې د نمانځلو بل هدف د تاوتریخوالي د هغو ډولونو پر وړاندې مبارزه ده چې پر کورني چاپېریال حاکم دي او ستونزې رامنځته کوي.
لـوږه، تنـګ لاســي، تهـدیـدونــه، بـې سوادي، ناپـوهــي، د ښځــو پـر حقــونـو تېــری، نارینهوو ته پر ښځو برتري ورکول، له درس او تعلیم څخه د نجــونو راګـرځول، ښځو ته د کاري فرصتونو نه ورکـول، وهــل، ټکــول، اجبــاري ودونــه، پــه بــدو کـې د نجونو ورکړه، بدل ودونه او لسګونه نور… هغـه موارد دي چې په افغانستان کې یې کورنۍ متـاثره کړې او وخت ناوخت یا د کورني تاوتریخوالي سبب ګرځي او یا کورنی نظام په بشپړه توګه پاشي.
د افغانستان د بشري حقونو د کمسیون معلومات ښيي چې دا اداره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي د بېلابېلو ډولونو سلګونه قضیې له ځانه سره لري چې د کورنیو د نه پوهاوي له کبله رامنځته شوې دي. د دغو معلوماتو ارزونه ښيي چې موږ لا تراوسه په کورني چاپېریال کې ستونزې لرو او لا نه یو توانیدلي چې د نورې نړۍ په څېر ځان کابو کړو او یوه ښه او خوشاله کورنۍ ولرو.
خوشـالـه  او ښې کورنۍ هغه وخت رامنځته کېدلی شـي چــې د کـورنـۍ غـړي پـه اخـلاقـي او ایماني ارزښتونو سمبال شي او د تاوتریخوالي له هر ډول څخه خوندي وي. ښه کورنۍ به هغه وي چې د کورنۍ مشران په تېره بیا میندې او پلرونه د نجونو او هلکانو ترمنځ توپیر ونه کړي او د خپلو اولادونو مشروع غوښتنو ته غوږ شي. که چېرې دغسې یو چال چلند خپل کړل شي میندې او پلرونه به اولادونو ته نږدې شي او پر هغوی به مستقیم اغېز پریباسي. له دې پرته په ډېری مواردو کې لیدل شوي چې کورنۍ د اولادونو له پاره د امن پناګاه پر ځای ناامنه ځای ثابت شوی دی.
ارواپوهان پورتني موارد د کورنۍ د ثبات او امنیت اساسي عوامل بولي او وايي کورنۍ باید داسې مستحکمه او استواره وي چې هېڅ بهرنی عامل یې د نړولو وس ونشي لرلی. 
تقوا، پاکي، د حقوقو رعایت، د یوه او بل په غم او ښادۍ کې ګډون، د اولادونو د غوښتنو تعقیب، د یوه او بل زغمل، ټولنیز څار، ودونو ته د نجونو او هلکانو هڅول او نور هغه موارد دي چې کورنی ثبات تضمینولی شي.  ارواپوهان برعکس، کورنی تاوتریخوالی، د کورنۍ د غړو ترمنځ بدې اړیکې، ظلم او زورزیاتی، د کورنۍ غړو تعلیم ته نه پاملرنه، په بد چاپېریال کې د ماشومانو لویول، سپکې سپورې او ډېر نور عوامل نه یوازې د کورنۍ د پاشلو اساس بولي، بلکې په دې عقیده دي چې د دغسې کورنیو غړي د ټولنې له پاره هم په ناروغۍ بدلېږي او په جنایتونو، شوکو، چور او تالان لاس پورې کوي.
د دغو ټکو له ارزولو څخه دا نتیجه اخلو چې د ښې ټولنې بقا د ښې کورنۍ له کبله ده او د ټولنې ناکامي او پاشل کېدل هم د کمزورو کورنیو نتیجه ده. که څه هم افغانستان د نړۍ د ښادو هېوادونو په لیست کې د قناعت وړ موقعیت نه لري، خو بیا هم تمه کېږي چې افغانان د کورني چاپېریال د خوندي کولو له پاره له فرصتونو ګټه پورته کړي او په دې اړوند خپل پوهاوی زیات کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA