د كندهار والي همايون عزيزي د كورنيو چارو له وزير تاج محمد عزيزي څخه غوښتي چې په دغه ولايت كې د پوليسو، د حوزو د امرينو او قومندانانو د خپلسريو مخه په جدي ډول ونيسي.
عزيزي پرون كندهار ته د كورنيو چارو د وزير د سفر پر مهال ويلي، دا مهال د كندهار په امنيتي حوزو كې ګڼ شخصي زندانونه جوړ شوي چې شتمن خلك په كې د پوليسو لخوا اچول كېږي او بيا د پيسو په بدل كې خوشې كېږي. د كندهار والي همايون عزيزي د كورنيو چارو له وزير تاج محمد عزيزي څخه غوښتي چې په دغه ولايت كې د پوليسو، د حوزو د امرينو او قومندانانو د خپلسريو مخه په جدي ډول ونيسي.
عزيزي پرون كندهار ته د كورنيو چارو د وزير د سفر پر مهال ويلي، دا مهال د كندهار په امنيتي حوزو كې ګڼ شخصي زندانونه جوړ شوي چې شتمن خلك په كې د پوليسو لخوا اچول كېږي او بيا د پيسو په بدل كې خوشې كېږي.
والي زياته كړه، په كندهار كې نور دا حالت خلكو ته د زغملو نه دى او د كورنيو چارو وزارت بايد د دې ولايت د پوليسو په سيسټم كې ژور تغيرات راولي: (( وزير صيب ستاسې سفر بايد نمايشي نه وي، دلته د پوليسو قربانۍ د ستاينې وړ دي، خو د پوليسو له ليكو بايد فاسد او غير مسلكي خلك وويستل شي.))
د والي خبرې د كندهار د امنيت امر رحمت الله اطرافي هم تاييد كړې چې په كندهار كې د امنيتي حوزو دننه ځينې شخصي زندانونه هم شته، خو په غونډه كې د كندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق بيا نه ليدل كېده.
د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د والي او د كندهار د نورو قومي مشرانو د خبرو تر اورېدو وروسته ژمنه وکړه چي ډير ژر به د پولیسو په لیکو کې اصلاحات راولي.
هغه په ټينګار سره وويل، چي پوليس د ټولني خدمتګار دی او بايد هيچا ته ازار و نه رسوي.
د كورنيو چارو وزير كندهار ته په داسې حال كې سفر كوي چې په دغه ولايت كې له پوليسو څخه د خلكو شكايتونه زيات شوي او ښاريان له حكومته غواړي چې په دې برخه كې ژور اصلاحات راولي.


