ads

ملي امنيت د ملا منصور وژل كېدل تاييد كړل

د ملي امنيت لوى رياست تاييد كړه، چې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاكستان په بلوچستان ايالت كې پرون مازيګر په يو هوايي بريد كې وژل شوى دى.دې رياست نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، ملا منصور، چې ډېر وخت کېده تر څارنې لاندې و، د بلوچستان په دالبندين سيمه کې […]

نویسنده: TKG
2 غبرګولی 1395
ملي امنيت د ملا منصور وژل كېدل تاييد كړل

د ملي امنيت لوى رياست تاييد كړه، چې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاكستان په بلوچستان ايالت كې پرون مازيګر په يو هوايي بريد كې وژل شوى دى.
دې رياست نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، ملا منصور، چې ډېر وخت کېده تر څارنې لاندې و، د بلوچستان په دالبندين سيمه کې په يو موټر کې سپور و، چې له ورسره ملګرو سره يو ځاى په نښه شوى او له منځه وړل شوى دى.
د ملي امنيت لوى رياست دا نه دي ويلي، چې بريد د چا له خوا شوی، خو تر دې مخكې امريكايي چارواكو ويلي وو، چې ملا منصور يې په يو هوايي بريد كې په نښه كړى او شايد وژل شوى وي.

بلخوا ارګ نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې ملا منصور د جنګ د پاى ته رسولو او په هېواد کې د تاوتريخوالي د سوله ييز حل په هدف د خلکو او د افغان حكومت مکررې غوښتنې تل رد کړې وې.
د سرچينې په وينا، هغه د پرديو په خاوره کې په پناه اخيستلو همدارنګه په تزوير، د حقايقو پټولو، د بې ګناه خلکو وژلو، ترور، وحشت، د نشه يي توکو قاچاق او د افغانستان د پرمختګ په مخنيوي لاس پورې کاوه او د لجوجانه جنګ پر دوام يې ټينګار کاوه.
سرچينه زياتوي، د ملا منصور د وژل کېدلو په صورت کې د طالبانو ډلو لپاره نوى فرصت دى، چې له جنګ او وينې تويولو لاس واخلي، د پرديو له خاورې څخه هېواد ته راستانه او د سولې له هغې پروسې سره يوځاى شي، چې د افغانانو له لوري ترسره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA