افغان ځانګړو ځواكونو تېره شپه د هلمند په مارجه كې د طالبانو پر يو زندان له بريد وروسته ۲۶ ملكي وګړي چې وسله والو په بېلا بېلو تورونو بنديان كړي وو، راخوشې كړي دي.
د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال محمد رسول ځاځي په دې اړه كليد ته وويل، د طالبانو دا زندان د مارجې په چور څلورلارې سيمه كې و چې بيګا پرې د افغان ځانګړو ځواكونو له لوري عمليات شوي دي.
سرچينه وايي، په زندان كې ساتل شوي ټول بنديان ملكيان وو چې طالبانو په بېلا بېلو تورونو له ځان سره ساتلي وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
افغان ځانګړو ځواكونو تېره شپه د هلمند په مارجه كې د طالبانو پر يو زندان له بريد وروسته ۲۶ ملكي وګړي چې وسله والو په بېلا بېلو تورونو بنديان كړي وو، راخوشې كړي دي.
د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال محمد رسول ځاځي په دې اړه كليد ته وويل، د طالبانو دا زندان د مارجې په چور څلورلارې سيمه كې و چې بيګا پرې د افغان ځانګړو ځواكونو له لوري عمليات شوي دي.
سرچينه وايي، په زندان كې ساتل شوي ټول بنديان ملكيان وو چې طالبانو په بېلا بېلو تورونو له ځان سره ساتلي وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


