کاناډايي حکومت اعلان وکړ، چې پرون يې له افريقايي هېواد تونس سره د ترهګرۍ په ضد د مبارزې په هدف امنيتي تړون لاسليک کړى دى.
کاناډا ويلي، په لومړي سر کې به دغه امنيتي تړون د درېيو کلونو لپاره پلى کېږي، چې په افريقايي هېوادونو کې د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې همکاري وکړي.
تونسي چارواکو ويلي، چې امنيتي تړون دغه هېواد ته د کاناډا د بهرنيو چارو وزير د سفر په مهال لاسليک شوى دى.
دغه راز کاناډا له تونس څخه غوښتي، هغه ترهګره ډله هم وځپي، چې د ملکي وګړو او بهرنيو سيلانيانو په وژلو کې تورنه پېژندل شوې ده.
تونس له ۲۰۱۱ کال راهيسې په حکومتي ادارو کې يو لړ اصلاحات راوستي، خو له اقتصادي پلوه اوس هم يو کمزورى حکومت بلل كېږي، چې نړيوالو مرستو ته اړتيا لري. کاناډايي حکومت اعلان وکړ، چې پرون يې له افريقايي هېواد تونس سره د ترهګرۍ په ضد د مبارزې په هدف امنيتي تړون لاسليک کړى دى.
کاناډا ويلي، په لومړي سر کې به دغه امنيتي تړون د درېيو کلونو لپاره پلى کېږي، چې په افريقايي هېوادونو کې د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې همکاري وکړي.
تونسي چارواکو ويلي، چې امنيتي تړون دغه هېواد ته د کاناډا د بهرنيو چارو وزير د سفر په مهال لاسليک شوى دى.
دغه راز کاناډا له تونس څخه غوښتي، هغه ترهګره ډله هم وځپي، چې د ملکي وګړو او بهرنيو سيلانيانو په وژلو کې تورنه پېژندل شوې ده.
تونس له ۲۰۱۱ کال راهيسې په حکومتي ادارو کې يو لړ اصلاحات راوستي، خو له اقتصادي پلوه اوس هم يو کمزورى حکومت بلل كېږي، چې نړيوالو مرستو ته اړتيا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې امريکا، فرانسې او بريتانيا هم تونس ته د همکارۍ لاس ور غځولى دى.


