دوهم تعقيب: د هرات ولايت پر مقام توغندويي بريد كې يو تن وژل شوى او د دوو ماشومانو په ګډون اووه تنه ټپيان شوي دي.
نن له غرمې وروسته له يو زرنج موټر سايكل څخه درې توغندي د هرات ولايت مقام په لور توغول شوي، چې يو د ولايت مقام پر ودانۍ لګېدلى او دوه نور په شاوخوا كې لګېدلي دي.
د هرات امنيه قوماندان عبدالمجيد روزي وايي، چې د پېښې په سيمه كې دوه تنه د دې توغندويي بريدونو په تړاو نيول شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي د يوه ټپي روغتيايي حالت نازك ښودلى.
كه څه هم ځايي امنيتي چارواكي دا د وسله والو طالبانو كار بولي، خو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي. دوهم تعقيب: د هرات ولايت پر مقام توغندويي بريد كې يو تن وژل شوى او د دوو ماشومانو په ګډون اووه تنه ټپيان شوي دي.
نن له غرمې وروسته له يو زرنج موټر سايكل څخه درې توغندي د هرات ولايت مقام په لور توغول شوي، چې يو د ولايت مقام پر ودانۍ لګېدلى او دوه نور په شاوخوا كې لګېدلي دي.
د هرات امنيه قوماندان عبدالمجيد روزي وايي، چې د پېښې په سيمه كې دوه تنه د دې توغندويي بريدونو په تړاو نيول شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي د يوه ټپي روغتيايي حالت نازك ښودلى.
كه څه هم ځايي امنيتي چارواكي دا د وسله والو طالبانو كار بولي، خو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


