ads

حكومت پر ملا منصور بريد تاييد كړ، خو د مرګ كره خبر يې لا نشته

افغان حكومت پر ملا اختر محمد منصور د امريكايي بې پيلوټه الوتكې بريد تاييدوي او وايي، كوښښ کوي چې د هغه د برخليک په اړه د بريد د جزياتو نهايي ارزونه وکړي او پايلې به يې ژر تر ژره د خلکو په اختيار کې ورکړل شي.د پنټاګون وياند پيټر كوك خبريالانو ته وويل، په دغه […]

نویسنده: TKG
2 غبرګولی 1395
حكومت پر ملا منصور بريد تاييد كړ، خو د مرګ كره خبر يې لا نشته

افغان حكومت پر ملا اختر محمد منصور د امريكايي بې پيلوټه الوتكې بريد تاييدوي او وايي، كوښښ کوي چې د هغه د برخليک په اړه د بريد د جزياتو نهايي ارزونه وکړي او پايلې به يې ژر تر ژره د خلکو په اختيار کې ورکړل شي.
د پنټاګون وياند پيټر كوك خبريالانو ته وويل، په دغه بريد كې د ملا منصور او يو بل ملګري د وژل كېدو په اړه معلومات ور رسېدلي، چې دوى به يې وروسته تصديق كړي.
د امريكايي سرچينو په حواله د دغه بريد دقيق معلومات دا دي، چې ملا منصور د ډيورنډ له پولې هاغاړه د احمدوال سيمه كې په خپل موټر كې و، چې تر بريد لاندې راغلى دى.

ارګ نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې  ملا منصور د جنګ د پاى ته رسولو او په هېواد کې د تاوتريخوالي د سوله ييز حل په هدف د خلکو او د افغان حكومت مکررې غوښتنې تل رد کړې دي.
د سرچينې په وينا، هغه د پرديو په خاوره کې په پناه اخيستلو همدارنګه په تزوير، د حقايقو پټولو، د بې ګناه خلکو وژلو، ترور، وحشت، د نشه يي توکو قاچاق او د افغانستان د پرمختګ په مخنيوي لاس پورې کاوه او د لجوجانه جنګ پر تداوم يې ټينګار کاوه.
سرچينه زياتوي، د ملا منصور د وژل کېدلو په صورت کې د طالبانو ډلو لپاره نوى فرصت دى، چې له جنګ او وينې تويولو لاس واخلي، د پرديو له خاورې څخه هېواد ته راستانه شي او د سولې له هغې پروسې سره يوځاى شي، چې د افغانانو له  لوري ترسره کېږي.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې افغان حكومت يو ځل بيا د طالبانو له ټولو ډلو څخه غواړي، چې د سولې د ټينګښت لپاره د افغانستان د خلکو او دولت داعيې ته هرکلى ووايي او سوله ييز ژوند سره يو ځاى شي.
بلخوا د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، چې نن يې د وزيرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې وويل، تر ډېره باور شته، چې په دغه بريد کې دې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وژل شوى وي.
عبدالله عبدالله دا د نورو هغو طالبانو لپاره، چې غوښتل يې سوله وکړي او ملا منصور اجازه نه ورکوله، يو فرصت ياد کړ او غوښتنه يې ترې وکړه، چې د سولې پروسې سره يوځاى شي.
هغه په ټينګار سره وويل، چې د ملا منصور وژل کېدل به د سولې پر پروسې مثبتې اغېزې ولري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په يو خپلمنځي بريد کې د ملا اختر محمد منصور د ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA