د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب د افغانستان پرمختيايي او پاکستان حبيب بانک كركټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ څلور ورځنۍ سيالي مساوي پاى ته ورسېده.
د لوبې پچه د حبيب بانک لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.
دوى د سيالۍ په لومړۍ پاڼۍ کې، چې د دوهمې ورځې تر غرمې پورې وغځېده، د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۵۰۷ منډې جوړې کړې، خو افغان پرمختيايي لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې، چې د څلورمې ورځې تر غرمې پورې وغځېده، زړه راښکونکې لوبه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۶۱۵ منډې جوړې کړې. د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب د افغانستان پرمختيايي او پاکستان حبيب بانک كركټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ څلور ورځنۍ سيالي مساوي پاى ته ورسېده.
د لوبې پچه د حبيب بانک لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.
دوى د سيالۍ په لومړۍ پاڼۍ کې، چې د دوهمې ورځې تر غرمې پورې وغځېده، د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۵۰۷ منډې جوړې کړې، خو افغان پرمختيايي لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې، چې د څلورمې ورځې تر غرمې پورې وغځېده، زړه راښکونکې لوبه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۶۱۵ منډې جوړې کړې.
د حبيب بانک لوبډلې پرون د سيالۍ په څلورمه ورځ د توپوهنې په دوهمه پاڼۍ کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۲ منډې جوړې کړې، خو لوبه د ټاکلي وخت پوره کېدو له كبله مساوي پاى ته ورسېده.
افغان لوبغاړى ناصر جمال د ۲۰۵ منډو په جوړولو سره د سيالۍ غوره لوبغاړى وټاکل شو.
د پاكستان د حبيب بانك كركټ لوبډله به له افغان پراختيايي لوبډلې سره څلور يو ورځنۍ او دوې څلور ورځنۍ لوبې وكړي


