په هلمند كې افغان ځواكونه وايي د خنجر صفر ۱۳ عملياتو په تازه دوه ورځو كې يې شاوخوا ۱۵ كېلو متره پرمختګ كړى او د نښتو پر مهال يې ۲۴ وسله وال وژلي دي.
دا عمليات چې په مارجه كې روان دي، چارواكي په كې د تازه نښتو پر مهال د يو سرتېري د وژل كېدو او اووه نورو سرتېرو د ټپي كېدو خبره هم كوي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك په دې اړه كليد ته وويل، نن شنبه د دې عملياتو په ترڅ كې څلور طالب قومندانان د يو هوايي بريد پر مهال وژل شوي دي: (( تر اوسه داسې خاص مقاومت سره افغان ځواكونه نه دي مخ شوي، ځكه مخالفين مقاومت نه شي كولى، درې ډوله الوتكې په عملياتو كې ونډه لري چې د هوا له لارې وسله وال په نښه كوي.)) په هلمند كې افغان ځواكونه وايي د خنجر صفر ۱۳ عملياتو په تازه دوه ورځو كې يې شاوخوا ۱۵ كېلو متره پرمختګ كړى او د نښتو پر مهال يې ۲۴ وسله وال وژلي دي.
دا عمليات چې په مارجه كې روان دي، چارواكي په كې د تازه نښتو پر مهال د يو سرتېري د وژل كېدو او اووه نورو سرتېرو د ټپي كېدو خبره هم كوي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك په دې اړه كليد ته وويل، نن شنبه د دې عملياتو په ترڅ كې څلور طالب قومندانان د يو هوايي بريد پر مهال وژل شوي دي: (( تر اوسه داسې خاص مقاومت سره افغان ځواكونه نه دي مخ شوي، ځكه مخالفين مقاومت نه شي كولى، درې ډوله الوتكې په عملياتو كې ونډه لري چې د هوا له لارې وسله وال په نښه كوي.))
ځواك زياته كړه، د افغان ځواكونو پرمختګ ځكه سست دى چې لارې په ماينونو پوښلې دي او تر دا مهاله كشفي ځواكونو تر سلو زيات ماينونه كشف او شنډ كړي دي.
وسله والو طالبانو بيا بلخوا د خپلې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، بلكې مازې دومره بيان يې وركړى چې د هلمند په يازده سيمه كې يې افغان ځواكونه شاته تمبولي دي.


