د ننګرهار په تودو سیمو کې د ښوونځیو د زده کوونکو کلنۍ ازموینې پیل شوې، چې پرمهال به یې له ۶۸۵ زره زده کوونکو ازموینه واخیستل شي.
دغه ازموینې نن پیل شوې او شاوخوا دوه اوونۍ به دوام وکړي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شینواري نن کلید ته وویل، چې د دغه ولایت په ۶۸۵ هغه ښوونځیو کې چې په تودو سیمو کې موقیعت لري، کلنې ازموینې پیل شوې. د ننګرهار په تودو سیمو کې د ښوونځیو د زده کوونکو کلنۍ ازموینې پیل شوې، چې پرمهال به یې له ۶۸۵ زره زده کوونکو ازموینه واخیستل شي.
دغه ازموینې نن پیل شوې او شاوخوا دوه اوونۍ به دوام وکړي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شینواري نن کلید ته وویل، چې د دغه ولایت په ۶۸۵ هغه ښوونځیو کې چې په تودو سیمو کې موقیعت لري، کلنې ازموینې پیل شوې.
شینواری وایي، چې په دغو ښوونځیو کې شاو خوا شپږ سوه زر زده کوونکي دي، چې څلویښت سلنه یي نجونې دي: (( نن په۶۸۵ ښوونځيو كې ازموينې اخستل كېږي، ۴۰ فيصده ازموينه وركوونكې نجونې دي چې ۱۳ زره ښوونكي په ترې ازموينه اخلي.))
د ننګرهار په تودو سیمو کې کلنۍ ازموینې په داسې حال کې پیلیږي، چې لا هم په یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې د ناامنۍ له امله په سلګونه ښوونځي تړل شوي؛ خو چارواکي وايي، دغه زده کوونکو ته یې په نورو سیمو کې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.


